منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغان پرمختيايي لوبډلې له زمبابوې الف لوبډلې يوه ورځنۍ لوبه وګټله

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٥): د افغان ستان د کرکټ پرمختيايي لوبډلې په دويمه يوه ورځنۍ لوبه کې هم د لومړۍ درجې هېواد زمبابوې الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  دا لوبه چې پرون د زمبابوې په پلازمېنه هرارې ښار کې ترسره شوه، پچه د زمبابوې الف لوبډلې وګټله او افغان پرمختيايي لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه‌،افغان پرمختيايي لوبډلې د ۴۷،۳ اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۰۸ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر شفيق الله شفق ۵۰، عمران جنت ۴۹، ناصر خان ۲۸ او رحمان ګل ۲۸ منډې جوړې کړې.

هوتک وايي چې د باران له امله يادو لوبڅارانو زمبابوې ته په ٣١ اورونو کې د ١٨٢ منډو هدف ورکړ، خو د زمبابوې الف لوبډلې ياد هدف هم ترلاسه نه شو کړاى او د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو يې ١١٢٦ منډې جوړې کړې او دغه راز يې دا لوبه د ٥٥ منډو په توپير سره وبايلله.

د افغان پر مختيايي لوبډلې له لوري فضل نيازي ۳، ضياالرحمان اکبر، ضمير خا ن او شفيق الله شفق دوه  دوه او عبدالله عادل يو لوبغاړی وسوځول .

شفيق الله شفق چې نيمه سليزه يې ووهله او د سيالې لوبډلې دوه لوبغاړي يې وسوځول، د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د يادونې ده چې لومړۍ لوبه هم افغانستان ګټلې وه، د دواړو لوبډلو ترمنځ درېيمه لوبه به د کب په ١٢مه، ترسره شي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې