منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د داعش تر ولکې لاندې سيمو کې لس زره ماشومان له واکسينه پاتې کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

جلال اباد (پژواک ۱۱ سلواغه ٩٥): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د پوليو په روان کمپاين کې لا هم د داعش وسله والو تر ولکې لاندې سيمو کې له لس زرو زيات ماشومان له واکسين څخه پاتې کيږي.

د ياد رياست د معلوماتو له مخې، چې د پوليو د واکسين په دغه درې ورځنۍ موده کې به د ټول زون په کچه شاوخوا ۱۵ زره ماشومان له واکسين څخه بې برخې پاتې شي؛ خو هڅې يې پيل کړي چې دغه ستونزه حل کړي.

د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال د سلواغې په ١١مه،د ختيځ زون په کچه د پوليو واکسين د درې ورځني کمپاين د پيل په مراسمو کې وويل چې د ياد کمپاين پرمهال به د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان له يو ميليون څخه زيات تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان واکسين شي.

دی وايي، د ننګرهار په کچه اووه سوه زره ماشومان  واکسين کيږي؛ خو د داعش وسله والو تر ولکې لاندې سيمو کې لس زره ماشومان لا هم بې واکسينه پاتې کېږي.

کاموال زياته کړه: ((دغو سيمو کې موږ ته کوم وسله وال ګواښ نه دى متوجه؛ خو د وسله والو له وېرې زموږ واکسيناتوران زړه نه ښه کوي،خو موږ هڅې پيل کړي چې د سرې مياشتې په همکارۍ دغه سيمې هم تر پوښښ لاندې راولو.))

کامه وال وايي چې د روان کمپاين پرمهال به له څلورو زرو زيات ماشومان په کونړ کې هم له واکسين څخه بې برخې وي او دغه راز به د لغمان ولايت ۳۰۰ ماشومانو ته هم د وسله والو له وېرې واکسين ونه رسيږي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې په ۲۰۱۷ کال کې د پوليو هېڅ واقعه په ټول افغانستان کې نه ده ثبت شوې او له تېرو څوارلس مياشتو راهيسې په ننګرهار کې د پوليو کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

ديني عالم او د ننګرهار د حج او اوقافو رياست سرپرست مولوي محمد مطهر د ياد کمپاين په پرانسته کې وويل چې د پوليو واکسين د اسلام له نظره روا او حلال دى او ټولو کورنيو ته يې سپارښتنه وکړه چې خپل کوچنيان دې واکسين کړي.

هغه وويل، د ټولو ولسواليو ملا امامانو ته يې د يو ځانګړي مکتوب له لارې سپارښتنه کړی  چې د کمپاين پر مهال له واکسيناتورانو سره مرسته وکړي او خلک وهڅوي چې خپل اولادونه واکسين کړي.

 د يادولو ده چې تر دې وړاندې په ننګرهار ولايت کې تر ۷۵ زره زيات ماشومان د پوليو له واکسين څخه بې برخې پاتې کېدل، چې د مسوولينو په وينا، ياده شمېره د قومي مشرانو، رسنيو او ديني عالمانو په ګډو هلو ځلو اوس لس زره کوچنيانو ته راکمه شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا