منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د فارياب د دوو اوسېدونکو په شخصي لګښت د لسګونو روږدو درملنه شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

ميمنه، شبرغان(پژواک، ١١ سلواغه ٩٥): د نشه يي توکو لسګونه روږدي چې د فارياب ولايت په بلچراغ ولسوالۍ کې يې د ولسي پاڅون د دوو قوماندانانو په شخصي لګښت درملنه شوې وه، له روغتيا وروسته بېرته له خپلو کورنيو سره يو ځاى شول.

له بلې خوا په يوه بې مخينې اقدام کې د جوزجان ولايت پوليسو څه باندې اتيا روږدي د شبرغان ښار له بېلابېلو ناحيو راټول کړي او په يوه شلټر کې يې ځاى پر ځاى کړي دي.

د فارياب د عامې روغتيا مشر ډاکټر معروف ثمر وويل چې د ولسي پاڅون يوه قوماندان عبدالغفور د يوه بې مخينې نوښت په توګه د بلچراغ ٥٠ روږدي او نقيب الله توپان په ګرزيوان ولسوالۍ کې په همدې اندازه روږدي د ولسواليو له مرکز او کليو را ټول کړي او په خپل شخصي لګښت يې درملنه کړې.

 نوموړي زياته کړه چې د دغو سلو تنو روږدو له ډلې يې څه باندې ٦٠ کسان له دوه مياشتې جدي مراقبت وروسته روغ شوي او له خپلو کورنيو سره يو ځاى شوي دي.

ثمر وويل چې د روغو شوو له ډلې يې ٤٠ کسان د بلچراغ ولسوالۍ، ٢٠ يې د ګرزيوان ولسوالۍ دي چې د قوماندان غفور او قوماندان نقيب الله توپان په شخصي امکاناتو او د يادو شوو ولسواليو د روغتيايي پرسونل په مشوره او مراقبت تداوي شول.

خو د فارياب د عامې روغتيا مشر خبر دارى ورکړ چې که دغو کسانو ته د کاروبار د بوختيا زمينه برابره نه شي، شونې ده چې يو ځل بيا نشه يي توکو ته مخه کړي.

 د محمدالله په نامه يو روږدى چې اوس روغ شوى، وايي چې د انسانيت له دايرې وتلى و، ټولو ورته په بده سترګه کتل، خو چاره نه وه، ځکه چې په مصيبت اخته و، له قوماندان غفور نه مننه کوي چې تازه ژوند يې ورکړ.

د فارياب د عامې روغتيا مشر وويل چې د دې ولايت په کچه د نشه يي توکو شاوخوا ٢٠ زره روږدي شته او په تېرو لسو کلونو کې د فارياب د عامې روغتيا رياست د روږدو د درملنې روغتون، څه باندې ٥٠٠٠کسان راجستر کړي چې ٢٠٠٠ کسان له درملنې وروسته بېرته عادي ژوند ته ستانه شوي دي.

دهغه په خبره، د روږدو زياته برخه ځوانان جوړوي او هغه کسان دي چې ايران ته د کار په موخه تللي دي.

بل خوا د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل چې څه باندې اتيا سلنه روږدي د شبرغان ښار له بېلابېلو برخو څخه را ټول شوي دي.

هغه زياته کړه چې د روږدو له راټولولو څخه يې موخه دا ده چې په يوه واحد مرکز کې يې درملنه وکړي او د ښار په بېلابېلو برخو کې يې د راټولېدو مخنيوى وشي.

هغه زياته کړه:((د ښار په بېلابېلو برخو کې  د دوى شتون د شبرغان ښاريانو ته ستونزې پيدا کړې او ډېر ځله د خلکو د ازار او ځورونې سبب ګرحي، له شک پرته چې د درملنې په يوه مرکز کې يې را ټولول کولى شي چې په شبرغان ښار کې له کورونو د غلاوو کچه  کې د پام وړ کم والى راولي.))

د جوزجان د عامې روغتيا رييس ډاکټر فريدون حبيب وويل:((موږ د سلو روږدو لپاره ځاى په پام کې نيولى چې په دې شلټر کې د هغوى د درملنې او نشې پرېښودو لپاره ټولې اړينې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.))

هغه څرګنده کړه چې له شبرغان ښار څخه راټول شوي کسان به تر پنځو ورځو پورې د ډاکټرانو تر مراقبت لانېد وي او دوى ته د درملنې د مودې په ترڅ کې د نشې پرېښودو او ژوند کولو ټول مسايل په پام کې نيول شوي دي.

 د نياز محمد په نامه يوه روږدي وويل:((دا چې نن د  درملنې لپاره مرکز ته راوړل شوم، خوښ يم، غواړم چې ډېر ژر له دې ناروغۍ  څخه خلاص شم، د ژوند ټوله هستي مې په نشه وبايلله او اوس ستونزمن ژوند تېروم.))

په جوزجان ولايت کې هم د روږدو د درملنې دوه مرکزونه شته،يو يې پنځوس بستريز دى چې په مرکز شبرغان ښار کې او بل هم شل بسرتريز دى چې په اقچه ولسوالۍ کې فعاليت لري، تېر کال په يادو شوو مرکزونو کې د څه باندې څلورو سوو کسانو درملنه شوې، دېرش سلنه يې ښځې او پاتې يې نارينه دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا