منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته په درېيمه لوبه کې هم ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٥):  د افغانستان کرکټ پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته په درېيمه يوه ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه او د پنځو لوبو لړۍ يې وګټله.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د درېيمې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې لوبډلمشر  وګټله او د توپوهنې بلنه يې افغان لوبـډلې ته ورکړه.

هغه زياته کړه، افغان توپوهونکو په ټاکلو پنځوس اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۹ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته يې د ٢٨٠ منډو هدف ورکړ‌.

د افغانستان له لوري يونس احمدزي ۱۰۴، لوبډلمشر شفيق الله شفق يوازې په  ۲۳ توپونو   ۷۰ ناسوځېدلې منډې ، خيبر عمر ۵۴ او وحيدالله شفق ۴۲ منډې جوړې کړې.

هوتک وايي چې د زمبابوې الف لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او د نهو لوبغاړو په سوځېدو يې ٢٥٩ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٢٠ منډو په توپير سره وګټله.

د افغانستان لخوا په توپ اچونه کې نواز خان پنځه او محمد ابراهيم دوه لوبغاړي وسوځول.
پرمختيايي لوبـډله له پنځو لوبو څخه د درېيو پرله پسې لوبو په ګټلو سره د دې لوبو د لړۍ ګټونکې شوه.

شفيق الله شفق د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغان پرمختيايي لوبډله به څلورمه پنځوس اووريزه لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې