کابل (پژواک، ۱۵سلواغه ۹۵): د افغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډلې په څلورمه یوه ورځنۍ لوبه کې هم د زمبابوې الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د سلواغې په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دا لوبه چې نن د زمبابوې پلازمینه هرارې ښار کې ترسره شوه، پچه یې د زمبابوې لوبډله وګټله.
هغه زیاته کړه، چې د زمبابوې لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدلو ۲۱۲ منډې جوړې کړې .
د افغانستان له لوري محمد نواز ۵ لوبغاړي وسوځول.
نن یو ځل په هرارې کې د باران له امله لوبه ګډه وډه او په پای کې لوبڅارانو افغانستان ته په ۳۹ اورونو کې د ۱۶۴ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان پرمختیایي لوبډلې یاد هدف په اسانۍ سره په ۳۰ اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
ددوی له لوري وحیدالله شفق ۵۱ او نور الحق ۴۷ منډې جوړې کړې. نواز خان چې په دې لوبه کې یې پنځه لوبغاړي سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
تر دې مخکې هم افغان پرمختیایي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته په دریو لوبو ماتې ورکړې وه او د پنځو لوبو لړۍ یې ګټلې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










