کندهار (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٥): د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په ټول هېواد کې ۲۰ زره کسان د سرطان په ناروغي اخته دي چې له دې ډلې ۱۶۷ یې په کندهار کې دي.
په کندهار کې تر دې مهاله د ۱۶۷ ناروغانو له ډلې په ۳۷ ناروغانو کې د سرطان ناروغي تشخیص او تثبیت شوې ده.
دغه څرګندونې له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې په موخه په جوړه شوې غونډه کې وشوې چې د سرطان ناروغۍ د نړیوالې ورځې په توګه هر کال د فبروري په ۴مه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.
په دې غونډه کې د کندهار د عامې روغاتیا رییس ډاکټر عبدالرشید الکوزي او د بېلابېلو ادارو؛ نړیوال روغتیايي سازمان، نړیوال سره صلیب، یونیسف، مرسي مالیزیا، د بې سرحده ډاکټرانو د ټولنې استازو ګډون کړی وو.
د کندهار د عامې روغتیا رییس په پیل کې د عامې روغتیا د وزیر پیغام وړاندې کړ او ویې ویل، د دغې ورځې نمانځنه د سرطان ناروغي پر وړاندې د خلکو د پوهاوي کچه لوړوي.
هغه زیاته کړه، د هېواد په کچه شاوخوا ۲۰زره کسان د سرطان په ناروغۍ اخته دي چې د مړینې کچه یې له ۱۵زره څخه زیاته ده.
ده وویل، د سرطان ناروغیو په لړ کې د هېواد په کچه د وینې، معدې، سینې، مرۍ او اطراحی سیستم- چې د مثانې، پښتورګو، پروستات او تخمدان سرطانونه په کې شامل دي- تر ټولو ډېر دي.
دی وايي، د سرطان د یادو شوو ناروغیو عمده لاملونه د نشه يي توکو کارول، غیر صحي خواړه، د فزیکي فعالیت کموالی او د الکولو استعمال دی.
ده وویل، په دې لړ کې په کندهار کې هم د سرطان ناروغیو ۱۶۷ پېښې شته چې په ۳۷ ناروغانو کې سرطان تشخیص شوی چې له دې ډلې ۱۱ یې د سینې په سرطان اخته دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ولایت کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې اسانتیا نشته.
د عامې روغتیا رییس وايي، په دې وروستیو کې اړوند وزارت په مرکز کابل کې د جمهوریت په روغتون کې د سرطان ناروغۍ د درملنې یو مجهز مرکز جوړ کړی چې د لا تقویې لپاره یې کار روان دی.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د سرطان ناروغۍ د تشخیص یو بل مرکز د کابل په استقلال روغتون کې جوړ شوی چې د دغې ناروغۍ د تشخیص په برخه کې د معایناتو، اکسرې، الټراساونډ او مموګرافي اسانتیاوې لري.
login or register a new account.