ښرنه(پژواک،١٨سلواغه٩٥):له ګڼو امکاناتو سره سره په پکتيکا کې يوازينۍ ښځينه ډاکټرې هم له خپلې دندې استعفا ورکړه او لامل يې هم کورنۍ ستونزې په ګوته کړې دي.
د پکتيکا د عامي روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل د سلواغې په ١٨ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پکتيکا کې يوازينۍ ښځينه ډاکټرې هم له خپلی دندې استعفا وکړه چې اوس مهال د پکتيکا په هيڅ روغتون کې ښځينه ډاکټره نشته.
نوموړي زياته کړه چې پکتيکا يو پراخ سرحدي ولايت دی، امنيت يې د ډيرو ولايتونو په پرتله ښه دی، خو بيا هم ښځينه ډاکټرانې زړه نه ښه کوي چې په دغه ولايت کې دندې تر سره کړي.
هغه وايي چې د عامي روغتيا رياست د همکاره موسسو په مرسته ښځينه ډاکټرانو ته ښه امتياز، کور او نورې اسانتياوې هم برابروي، خو بيا هم په دغه ولايت کې ښځينه ډاکټرانې نشته.
هغه زياته کړه: (( تر اوسه موږ ته هم اصلي خبره نه ده معلومه خو دې ډاکټرې ويلي چې د کورنيو ستونزو له امله يې استعفا ورکړې.))
د ډاکټر ولي ګل په وينا، په دغه ولايت کې دوديزې ستونزې ډير دي، خلک نه حاضريږي ترڅو ښځې يې نارينه ډاکټران معاينه کړي.
ده وويل چې د يو شمېر موسسو په مرسته يې هڅې پيل کړې دي ترڅو ددغه ولايت لپاره څو ښځينه ډاکټرانې استخدام کړي.
د پکتيکا په مرکزي روغتون کې د روبينې په نوم يوې ښځې پژواک ته وويل: (( موږ ډير خفه شو چې دې ښځينه ډاکټرې هم دنده پرېښوده.))
روبينه وايي چې د حکومت له لوري دې ښځې ډاکټرې ته اړينې اسانتياوې نه وې برابرې شوې نو ځکه يې له دندې استعفا ورکړې ده.
دې وويل: (( که بله ښځه ډاکټره پيدا نه شي ددغه ولايت ښځې به د ناروغۍ له امله مړې شي، ځکه کورنۍ ورته اجازه نه ورکوي چې نارينه ډاکټر ته د معاينې لپاره ولاړې شي.))
دغه راز د مرکز ښرنې د ملکي روغتون رييس ډاګټر چنارګل پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې لسګونه روغتيايي مرکزونه دي خو يوه ښځينه ډاکټره په کې نشته .
د هغه په وينا، د ښځينه ډاکټرانو نشتون يوه لويه ننګونه ده چې د حل لپاره يې بايد جدي هلې ځلې وشي.
په دغه ولايت کې يوازينۍ ښځينه ډاکټرې هما کاکازۍ پژواک ته وويل چې د کورنۍ ستونزو له امله يې له دندې استعفا ورکړې ده.
هغې وويل: (( د ماشومانو لپاره مې سم درسي چاپيريال برابر نه و او ځينې نورې ستونزې هم وې، نو ځکه مې استعفا ورکړه.))
ميرمن کاکازۍ له نورو خبرو کولو ډډه وکړه.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د والي وياند محمد اياز پژواک ته وويل چې له يو شمېر نورو ولايتونو دوى ښځينه ډاکټرانو ته په دغه ولايت کې د کار په موخه بلنه ورکړې ده .
هغه وايي: (( که په دغه ولايت ښځې ډاکټرانې کار وکړي نو موږ به ورته ډير ښه امکانات برابر کړو.))
اياز وايي چې د يادې ستونزې د حل لپاره جدي هلې ځلې روانې دي.
د پکتيکا والي الياس وحدت هم وويل چې په نوي کال کې به په دغه ولايت کې د ښځينه ډاکټرانو د نشتون ستونزه هواره کړي.
هغه زياته کړه چې اوس هم يو شمېر ښځينه ډاکټرانو په دغه ولايت کې د کار لپاره وړانديزونه ورکړي دي.
دا مهال د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې ٤٦ روغتيايي مرکزونه فعال دي چې په ځينو کې قابله ګانې او نرسانې کار کوي، خو ښځينه ډاکټرانې په کې نه ليدل کيږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










