کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۵): د افغانستان د راډيولوژۍ ټولنې چارواکي وايي، دا ټولنه یې په هېواد کې د معياري خدمتونه وړاندې کولو او مسلکي کسانو د روزنې په موخه جوړه کړې ده.
دغه ټولنه د عامې روغتيا وزارت د چارواکو په ګډون نن په کابل کې پرانيستل شوه او د پرانيستې مراسم يې د شهيد سردارمحمد داوود خان په روغتون کې نيول شوي وو.
د دې ټولنې مشر ډاکټر نجيب الله رسولي وويل: "دا چې راډيولوژي يا طبي تصوير اخيستنه په طبابت کې ډېره مهمه څانګه ده او معالج ډاکټر له تصويري معايناتو پرته د ناروغ د بېمارۍ تشخيص او درملنه نه شي کولای، اړينه ده چې په دې برخه کې معياري خدمتونه وړاندې شي؛ نو زموږ موخه دا ده چې مسلکي کسان سره راټول او معياري خدمتونه وړاندې کړو."
د ده په وينا، په راډيولوژي کې ساده اکسری (X-RAY)، اولتراسوند يا تلويزيوني معاينات، سي ټي سکن، توموګرافي، MRI، مموګرافي او فلوروسکوپي معاينات شامل دي.
دی زياتوي، د دې ټولنې د جوړېدو بله موخه دا ده چې د راډيولوژۍ په برخه کې مسلکي کسان وروزل شي او کوم متخصصين چې په دې برخه کې فعاليت کوي، اړينه همغږي رامنځته کړي.
رسولي وايي: "راډيولوژي د تکنالوژۍ له پرمختګ سره مستقيمه اړيکه لري او د تصويري معايناتو لپاره پرمختللي وسايل رامنځته شوي، نو موږ غواړو د راډيولوژي له نړيوالو ټولنو سره اړيکې ولرو، ترڅو خپلې علمي او مسلکي زده کړو لا پياوړې کړو."
د شهيد سردارمحمد داوود خان د روغتون مشر تورن جنرال عبدالرزاق سياوش د يادې ټولنې پرانيستل د طبابت په برخه کې يو ستر ګام وباله او ويې ويل، د يادې ټولنې په پرانيستو سره به د راډيولوژۍ په برخه کې اړين خدمات او څارنه رامنځته شي.
هغه زياته کړه: "راډيولوژي د طبابت مهم بخش دی، خو ځينې ستونزې هم لري؛ متخصصين بايد له شعاع ګانو د ځان ژغورنې اړين تدابير ولري او له اړتيا پرته د شعاعو له کارونې هم ډډه وکړي."
د عامې ورغتيا وزارت مرستيال فدا محمد پيکان د دې ټولنې د جوړېدو ستاينه وکړه او ويې ويل، وزارت به د خپل توان په کچه له يادې ټولنې ملاتړ وکړي.
دى زياتوي: "د عامې ورغتيا وزارت د ټول هېواد په کچه شاوخوا ۵۰۰ دولتي د راډيولوژي مرکزونه لري او هم په هېواد کې ۳۶۰ شخصي دا ډول مرکزونه شته، خو اړتيا ده چې د دولتي او شخصي مرکزونو تر منځ همغږي رامنځته، خپلې مسلکي زده کړې او تجربې سره شريکې کړي."
د هغه په خبره، له دې سره سره چې په افغانستان کې تر ډېره بريده په ښه ډول روغتيايي خدمات وړاندې کېږي، خو بيا هم هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ کسان د درملنې لپاره بهرنيو هېوادونو ته سفر کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










