منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د افغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډلې د وروستيو بریاوو ستاينه وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

جلال اباد (پژواک ۲۰ سلواغه ٩٥): په ننګرهار کې د يوې غونډې پرمهال د افغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډلې د وروستيو بریاوو ستاينه وشوه او د دغې لوبډلې لوبډلمشر شفيق الله شفق ته يې د اعزاز لونګۍ ور په سر کړه.

د افغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډلې په دې وروستيو کې د زيمبابوی ۱۹ کلنې لوبډلې ته سترې ماتې ورکړې او هېواد ته يې بری راووړ.

د سلواغې په ۲۰مه جلال اباد ښار کې د ختيځ کرکټ اکاډمۍ او ننګرهار کرکټ بورډ ادارې له لوري د افغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډلې ستاينه وشوه او ياده لوبډله يې د افغانستان د راتلونکي لپاره يوه هيله بښونکې لوبډله ياده کړه.

د ختيځ کرکټ اکاډمۍ مشر عزيز ښېوه وال د يادې نمانځغونډې پرمهال وويل، له دغې چارې يې موخه د کرکټ اتلانو ستاينه او هغوی ته ډاډ ورکول او ترڅنګ يې ننګرهاريانو ته د يوې خوښۍ زمينه برابرول دي.

دی وايي، ننګرهار کې د کرکټ او اتلانو ډېر مينه وال شته او دغه چاره کولی شي، د کرکټ لوبغاړي لا نورو برياوو ته وهڅوي.

دغه راز د ننګرهار کرکټ بورډ مشر طيب اخوندزاده وويل، د ننګرهار په ياده لوبډله کې د ننګرهار اتو لوبغاړو برخه اخيستې وه او دغه بريا د ننګرهاريانو لپاره هم يو ښه زېری دی.

د افغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډلې لوبډلمشر شفيق الله شفق په زيمبابوی کې خپله وروستۍ بريا د افغانستان د خلکو د دعاګانو او هڅونې پايله ياده کړه او خوښي يې څرګنده کړه، چې په ننګرهار کې ورته د ستاينې غونډه جوړه شوې ده.

هغه د خبرو پرمهال د خپلې وروستۍ بريا په اړه هم معلومات ورکړل، چې په وينا يې د لوبډلې ښه همغږي، د ده او د کوچ ګډې مشورې او د لوبډلې چمتووالی د دغو برياوو سبب شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې