منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۹ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې د فوټبال فدراسيون د مشر کرام الدين کريم پر ضد لاريون وشو

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

کندهار (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٥): د کندهار ښار په احمد شاهي لوبغالي کې سلګونو کسانو، مينه والو او ځوانانو د فوټبال د ملي فدراسيون د مشر کرام الدين کريم پر ضد لاريون وکړ.

لاریون کوونکو د فوټبال د ملي فدراسیون د مشرکرام الدین کريم پر ضد شعارونه ورکول او او له ولسمشره یې د هغه د لرې ګولو غوښتنه کوله.

لاریون کوونکو له ځانونو سره ځیني شعارونه هم لېږدول چې پرې لیکل شوي وو: "ولسمشره! د افغانستان فوټبال وژغوره." موږ د فوټبال په ملي فدراسیون کې شفافې ټاکنې غواړو."، "د افغانستان د فوټبال فدراسیون دې ملي شي."، "د فوټبال په ملي فدراسیون کې دې د کرام الدین کرام انحصار پای ته ورسول شي."

د کندهار د فوټبال فدراسيون مشر نبي نيازي پژواک خبري اژانس ته وویل،  چې شاوخوا ١٣ کلونه کېږي چې کرام الدین کريم د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون انحصار کړی او د فوټبال د ودې لپاره يې هیڅ کار نه دی کړی.

هغه تور ولګاوه چې نوموړی په فساد کې ښکېل دی او هیڅ ولایت ته یې د فوټبال په برخه کې د هغوی حقوق نه دي ورکړي.

د ده په خبره، کندهار یو وخت د هېواد په کچه په فوټبال کې دویم ځای درلود، خو اوس د مرکز د نه پاملرنې له امله شا ته پاته دی.

نيازي له ولسمشره غوښتنه وکړه چې د فوټبال فدراسیون دې ملي شي او د یوه فرد له انحصاره دې و ايستل شي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې که د کوم ولایت د فوټبال فدراسیون د فوټبال د ملي فدراسیون له مشر څخه د خپل حقوق وغواړي، نو دی یې له دندې څخه په لرې کېدو ګواښي.

د لاریون یوه بل برخه وال کبیر خان چې د فوټبال لوبغاړی هم دی، وویل، کرام الدین کريم په تېرو دیالسو کلونو کې د فوټبال په برخه کې هېڅ متوازن پرمختیايي کار نه دی کړی.

ده زیاته کړه، که دغه شخص همداسې پر خپله دنده پاتې وي نو افغانستان به د فوټبال د نړیوالتوب له کارونه شا ته پاتې شي.

دی وايي، د فوټبال د ملي فدراسیون له مشر څخه دې پوښتنه وشي او هغه دې له قانون سره سم مجازات شي.

د علي احمد په نوم یوه بل لوبغاړي او د لاریون برخه وال پژواک اژانس ته وویل، کندهار دا مهال له ۲،۵ میلیونه ډېر نفوس لري، خو دلته د فوټبال همدا یو لوبغالی دی چې په هېڅ توګه بسنه نه کوي.

خو دی وايي چې همدې یوه لوبغالي ته هم پاملرنه کېږي، د فوټبال د ملي فدراسیون مشر کرام الدین کريم له دغه ولایت او په ټوله کې له سوېلي زون سره د فوټبال په برخه کې د میرې مور چلند کوي.

ده غوښتنه وکړه چې ولسمشر دې د دوی غږ واوري او د فوټبال په ملي فدراسیون کې دې رڼې ټاکنې وشي او اوسني مشر ته دې په ټاکنو کې د برخې اخیستو حق نه ورکول کېږي.

لاریون کوونکو د کرام الدین کريم عسکونو ته اور هم واچوه.

هغوی ګواښ کاوه چې که حکومت او ولسمشر یې غوښتنې ونه مني نو خپلو دغه ډول مدني اعتراضونو ته به دوا ورکړي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې ورته لاریونونه شوي او د فوټبال د ملي فدراسیون د اوسني مشر د لیرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې