منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرکټ افغان لوبغاړي محمد نبي په نړيواله درجه بندۍ کې دويم مقام خپل کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٥): د کرکټ د نړيوالې شورا لخوا په اعلان شوې تازه درجه بندۍ کې افغان لوبغاړي محمد نبي دويم مقام خپل کړى دى.

د کرکټ نړيوالې شورا لخوا د سلواغې په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى نوې درجه بندي د سوېلي افريقا او سريلانکا ترمنځ د پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبو د لړۍ په پاى کې نن خپره کړې ده.

سرچينې زياته کړې چې د استراليا ډېوېډ وارنر په توپوهنه (بيټنګ) کې او د سوېلي افريقا عمران طاهر په توپ اچونه (بالنګ) کې لومړي مقامونه  ترلاسه کړي دي.

د کرکټ د نړيوالې شورا د معلوماتو له مخې، د يوه ورځني کرکټ د الراونډرانو (چې توپوهنه او توپ اچونه دواړه کولى شي) په کټګورۍ کې د بنګله دېش شکېب الحسن لومړى او د افغانستان محمد نبي دويم مقام خپل کړى دى.

سرچينې زياته کړې چې افغان لوبغاړى محمد نبي عيسی خېل  په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې ٣٣١ او شکېب الحسن ٣٧٧ نومرې لري .

د کرکټ د چارو کارپوه او د لوبې سپورټي موسسې مشر رحيم ګل څاروان وايي، افغانستان چې د کرکټ دويمه درجه غړيتوب لرونکى هېواد دى او په نړيواله درجه بندۍ کې د نبي عيسى خېل لخوا د دويم مقام خپلول ډېره لويه لاسته راوړنه ده.

هغه زياته کړه چې که محمدنبي عيسى خېل د زمبابوې پر وړاندې په راتلونکو پنځو يوه ورځنيو نړيوالو لوبو کې ښه وځلېږي ؛ نو لرې نه ده چې هغه نور هم پرمختګ وکړي.

دا د کرکټ په نړيوالو درجه بنديو کې د کوم افغان لوبغاړي تر ټولو لوى مقام دى، تر دې مخکې    محمد نبي د الراونډر په کټګورۍ کې درېيم مقام  خپل کړى و ، هغه يواځې د توپ اچونې په کټګورۍ کې د نړۍ لسم غوره توپ اچوونکى دى.

دغه راز بل  افغان لوبغاړي راشد ارمان د شل اووريزو نړيوالو لوبو د توپ اچونې په کټګورۍ کې پنځم مقام، حمزه هوتک لسم او محمد نبي څوارلسم مقام خپل کړى دى.

افغان لوبغاړى شهزاد محمدي بيا دشل اووريزو نړيوالو لوبو د توپوهنې په کټګورۍ کې اووم مقام خپل کړى دى.

د يادونې ده چې افغانستان د کرکټ ددويمې درجې دريځ لرونکى لومړى هېواد دى چې لوبغاړي يې په نړيواله درجه بندۍ کې لوړ مقامونه ګټلي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې