منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د کرکټ په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۸سلواغه ۹۵): افغانستان د کرکټ په لومړۍ یوه ورځنۍ نړیواله باران ځپلې لوبه کې د زمبابوې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د سلواغې په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا لوبه نن د زمبابوې په پلازمینه هرارې ښار کې ترسره شوه.

هغه زیاته کړه، چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.  د افغانستان پیاوړی لوبغاړی شهزاد محمدي په اتو منډو وسوځید، چې له امله يې دافغانستان لوبډله تر فشار لاندې راغله او سسته توپوهنه یې پیل کړه.

نور علي ځدران او رحمت شاه ښه ملګرتیا وکړه، دافغانستان منډې یې تر ۷۰ واړولې خو لومړی ځدراڼ په ۳۹ او ورپسې رحمت شاه په ۳۱ منډو وسوځیدل.

هوتک وایي، چې ورپسې لوبډلمشر اصغر ستانکزي او حشمت الله شهیدي هم ښه ملګرتیا وکړه، اصغر ۵۰ او شهیدي ۲۵ منډې وکړې، د لوبې په وروستیو لوبو کې راشد خان په زړه پورې لوبه وکړه او ۳۲ منډې یې جوړې کړې.

دغه راز افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۱۵ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۲۱۶ منډو هدف ورکړ.

د زمبابوې لوبډلې چې، کله لوبه پیل کړه، نو دوه پیاوړي لوبغاړي یې د محمد نبي او حمزه هوتک لخوا وسوځول شول. کله چې د زمبابوې منډې په اته ویشتو اورونو کې ۹۹ ته ورسید او څلور لوبغاړي یې سوځیدلي وو، نو باران پیل شو او تر اخره پورې ونه درېدل.

د دې یوې ورځنۍ لوبې لوبڅارانو د کرکټ د قوانینو په رڼا کې افغانستان ددې لوبې ګټونکی اعلان کړ.

اصغر ستانکزی ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې