جلال اباد (پژواک، ٧ کب ٩٥): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د سلګونو سيکانو د يوازيني لومړني ښوونځي زده کوونکي وايي چې ښوونځی یې ودانۍ نه لري او د درمسال په څو وړو خونو کې په ستونزو درسونه وايي.
دوی وايي، ښوونځی يې ځکه ډېر وخت رخصت وي چې د مذهبي مراسمو پر مهال يې ښوونکي درمسال ته نه پرېښودل کېږي.
د بابا کبير په نوم د اهل هنود او سيکانو دغه لومړنی ښوونځی په ۱۳۹۱ کې تاسيس شوی؛ خو تر اوسه يې سره له دې چې سيکانو خپله ځمکه هم ورکړې، د ځانګړې ودانۍ څښتن شوی نه دی.
په دغه ښوونځي کې اوسمهال تر شپېتو زيات اهل هنود يا سيک زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې د يو سيک استاد په ګډون څلور ښوونکي ورته زده کړې ورکوي.
ښوونځي ته تګ اسانه نه دی او ښوونکي يې هم اړ دي چې د درمسال د ساتونکو له کلکې تلاشۍ وروسته دننه شي؛ دلته تدريسي سيستم مخې ته وړل هم څه اسان کار نه دی؛ ځکه پر پښتو ژبه د هينکو ژبو کوچنيانو پوهول پوره حوصله غواړي.
امداف سينګ په دغه ښوونځي کې د څلورم ټولګي زده کوونکی دی، هغه وايي چې ډېر کله يې ښوونځی له دې امله رخصت وي چې يا هم په درمسال کې مذهبي مراسم وي او يا هم مېلمانه راغلي وي.
د نوموړي په وينا، د دوی ټولګي په هغه کوچنيو خونو کې دي چې د درمسال د مېلمنو لپاره جوړ شوي دي.
هغه غوښتنه کوي چې دوى ته دې د ښوونځي لپاره ځانګړې ودانۍ جوړه شي، تر څو په اسانۍ وکولی شي خپلې زده کړې مخې ته بوځي.
په ښوونځي کې اوس نجونې او هلکان يو ځای کېني خو اندېښنه دا ده چې که دوی لږ نور هم لويان شي نو ښايي نجونو ته د کورنيو له خوا د يو ځای زده کړو اجازه ورنه کړل شي.
پرېنا چې په ښوونځي کې يې تر څلورمه زده کړې پاى ته رسولې، وايي که ټولګى يې جلا نه شي؛ نو لکه د نورو اهل هنودو نجونو به دې ته هم له هلکانو سره يو ځای د زده کړو اجازه ورنه کړل شي.
د جلال اباد ښار د سيکانو د مرکزي درمسال مذهبي مشر او د بابا کبير په ښوونځي کې د هينکو ژبې او د سيک مذهب تدريس کوونکی استاد اقبال هم ورته اندېښنې لري.
هغه پژواک اژانس ته وويل، په مذهبي مراسمو کې د نورو مذاهبو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې درمسال ته داخل شي خو د دوی درې تنه ښوونکي مسلمان دي چې له امله یې په دغو ورځو کې د زده کوونکو زده کړې ټکنۍ کېږي.
د نوموړي په وينا، د ښوونځي لپاره د ځانګړې ودانۍ لپاره د سيکانو له خوا پوهنې رياست ته ځمکه هم ځانګړې شوې؛ خو له کلونو راهيسې له ژمنو پرته عملي کار نه دی تر سترګو شوی.
دی وايي چې پخوا يې کوچنيان د کوم ځانګړي ښوونځي نه موجوديت له امله له زده کړو بې برخې وو خو اوس د ښوونځي لپاره د ودانۍ نشتوالي دا ستونزه رامنځته کړې ده.
د بابا کبير د لومړني ښوونځي سرښوونکي محمداکرم ترين پژواک ته وويل چې په ښوونځي کې ورسره له شپېتو زيات زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي چې د څلورو ښوونکو له خوا ورته تدریس کېږي.
هغه وايي، دغه ښوونځی دوه رسمي او دوه اجير ښوونکي لري او د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب تر څنګ ورته د سيک مذهب او هينکو ژبې چې د سيکانو مورنۍ ژبه ده، زده کړې هم ورکول کېږي.
سرښوونکی ترين هم غوښتنه کوي چې پوهنې رياست بايد د سيکانو د ځانګړي ښوونځي ودانۍ جوړولو ته لومړيتوب ورکړي، څو ښوونکي په اسانۍ ښوونځي ته ورشي او زده کوونکي په ارامه فضاء کې زده کړې وکړي.
بلخوا د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين هم د يادو زده کوونکو ستونزې مني خو وايي چې د بوديجې نشتوالي له امله د هغوی د ځانګړي ښوونځي د جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي.
د ياد رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري پژواک اژانس ته وويل چې يو شمېر موسسو ته يې د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړېدو پروپوزل لېږلی او هم يې د راتلونکي ۱۳۹۶ مالي کال په بوديجه کې ورته لومړيتوب ورکړی دی.
هغه وايي، که بوديجه پر وخت منظور شي او يا هم کومه موسسه په دې برخه کې مرسته وکړي؛ نو دوی حاضر دي چې ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړي.
شينواري د ښوونځي د تشکيلاتو د زياتوالي، د نجونو او هلکانو د بېلوالي په اړه وويل: ((موږ هغه وخت تشکيلات زياتولی شو چې د زده کوونکو شمېر ډېر شي او د نجونو او هلکانو ټولګي هم هغه وخت جلا کېږي چې د وزارت له لايحې سره سم د زده کوونکو شمېر ټاکلي شمېر ته ورسېږي.))
خو د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول ډاډ ورکوي چې د ياد ښوونځي ټولو ستونزو ته به لاسرسی وشي.
اوسمهال په جلال اباد ښار کې شاوخوا ۸۰ کورنۍ سيکان اوسېږي چې د ټولو وګړو شمېر يې تر پنځو سوو کسانو رسېږي او د زده کړو په برخه کې د ستونزو تر څنګ له نورو بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.










