کابل (پژواک ٨ کب ٩٥): د ورزشي فدراسيونونو يو شمېر مشران د هېواد په ورزشي چارو کې د حکومت او ځينو نورو کړيو له لاسوهنې اندېښنه څرګندوي او وايي، د دا ډول وضعيت دوام به د ورزش لاسته راوړنې له منځه يوسي.
دوى دغه راز د بدني روزنې رياست او د حکومت په دننه کې يو شمېر کړۍ په ورزشي چارو کې په لاسوهنو تورنې کړې، خو ټينګار کوي چې له دې وروسته هيڅ بنسټ هم د ورزش په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.
د بدن ښکلا فدراسيون مشر او د اولمپيک ملي کمېټې مرستيال باور هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، د فدراسيونونو يو شمېر مشرانو په ورزشي ډګر کې د زورواکو او ځينو کسانو لاسوهنې ته زمينه برابره کړې او د خپلو شخصي ګټو لپاره يې ټول ورزشي اصول او مقررې تر پښو لاندې کړې دي.
هوتک زياته کړه، ترڅو چې ټول مشران د ورزش د پرمختګ او ودې لپاره همنظره او لاس په کار نه شي، د ورزش ستونزې به هېڅکله هم حل نه شي.
د هغه په وينا، د اسيا اولمپيک کمېټې او د فوټبال نړيوال فدراسيون "فيفا" په ورزش کې د اصلاحاتو راوستلو او نه لاسوهنې غوښتنه کړې او ويلي يې دي، که چېرې د افغانستان ورزش له سياست جلا نه شي، نو د افغانستان ورزش لړۍ به ډېر ژر وځنډول شي.
هغه وويل: "لوبغاړي له اوسنيو جنجالونو ستړي دي او له حکومت غواړو چې ژر تر ژره د ورزش په چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي او لوبغاړي د ورزش د راتلونکي لپاره پرېکړې کولو ته پرېږدي."
د فوټبال فدراسيون مشر کرام الدين کريم هم په هېواد کې د ورزش د بحراني کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، د ورزش په سکټور کې د يو شمېر کړيو لاسوهنې او ستونزې د هرې ورځې په تېرېدو سره زياتېږي او دا ډول حالت بيا د ټولو لاسته راوړنو د له منځه تلو لامل کېږي.
نوموړي هم د فدراسيونو د مشرانو ترمنځ د همنظرۍ او همغږۍ نه شتون اساسي ستونزه وبلله او ويې ويل، ترڅو چې د فدراسيونونو مشران سره يو نه شي، د ورزش وضعيت به هېڅکله هم پرمختګ ونه شي کړلى.
د هغه په وينا، له تېرو درېيو کلونو راهيسې ورزش ته د سياسيونو لاس راغځېدلي او دوى په ورزش کې ډېره لاسوهنه کوي.
هغه وايي: "يو شمېر کړيو څه موده وړاندې د اولمپيک د ورانولو لپاره کار پيل کړى، اولمپيک يې له ګواښ سره مخامخ کړى او په خپل دې کار سره يې د ورزش د پرمختګ مخه هم ډب کړې او اوس يې د فوټبال فدراسيون له ننګولو سره مخامخ کړى، چې پرون د يو شمېر وکيلانو د مستقيمې لاسوهنې شاهدان و."
د فوټبال فدارسيون مشر د وکيلانو د نوم له اخيستو پرته وويل، پرون د پارلمان يو شمېر وکيلان له هغه کس سره چې رياست ته د نوماندۍ په موخه راغلى و، له ٨٠ وسله والو سره فدراسيون ته راغلى و، چې يوشمېر کارکوونکي يې هم وګواښل او د دغه کار له امله د فوټبال نړيوال فدراسيون د ياد فدراسيون ټاکنې تر نامعلوم وخت پورې وځنډولې.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، د فوټبال نړيوال فدراسيون دغه راز ګواښ کړى چې که چېرې حالت دا ډول دوام ومومي، نو د افغانستان فوټبال به وځنډوي.
د فوټبال نړيوال فدراسيون "فيفا" د بنسټ ليک له مخې، که چېرې غيرمسوول چارواکي د يوه هېواد د فوټبال فدراسيون په چارو کې لاسوهنه وکړي، نو د هغه هېواد فدراسيون به وځنډول شي."
د اولمپيک کمېټې مشر ظاهر اغبر هم په دې ناسته کې وويل: "موږ بايد د څو کسانو لپاره ورزش ته سياسي او قومي بڼه ورنه کړو، پرېږدئ چې زموږ ورزش او لوبغاړي له نړيوالو ډګرونو موږ ته وياړونه راوړي او موږ ورته وړتيا شو."
د اغبر په وينا، ولسمشر او اجرائيه مشر ژمنه کړې، چې د هېواد د ورزش په وړاندې ټولې شته ننګونې او ستونزې به هواروي او په چارو کې به يې له لاسوهنې مخنيوى کوي.
هغه زياته کړه، افغان حکومت به د خپلو وياندويانو له لارې ډېر ژر اعلان وکړي، چې هېچا ته هم د ورزش په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










