کابل (پژواک، ٩ کب ٩٥): د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې د زمبابوې ملي لوبـډله په پنځمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې په کمو اورونو او منډو سوځولو کې نړيوال ريکارډ جوړ کړ.
د دواړو هېوادونو تر منځ پنځمه او وروستۍ يوه ورځنۍ لوبه پرون د زمبابوې په پلازمېنه هرارې ښار کې ترسره شوه.
افغانستان لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې يې ٢٥٣ منډې جوړې کړې خو د زمبابوې لوبـډله یې په ١٣،٥ اورونو او په ٥٤ منډو وسوځوله.
که څه هم د يو شمېر نورو هېوادونو لوبډلې په ٥٤ څخه په کمو منډو سوځېدلې دي، خو هغوى ډېر اوورونه لوبولي وو.
د افغانستان لوبډلې پرون وکولى شول چې د زمبابوې لوبډله په يو توپ کم ١٤ اورونو کې وسوځوي او نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ.
تر دې مخکې د ناميبيا لوبډله د استراليا پر وړاندې په ١٤ اورونو کې د کاناډا لوبډله د کينيا پر وړاندې په ١٤،٥ اورونو، د زمبابوې لوبـډله د سريلانکا پر وړاندې په ١٥،٤ اورونو او د برموډا لوبډله د کاناډا پر وړاندې په ١٥،١٥ اورونو کې سوځېدلې وه.
دغه راز افغان لوبډلې په پرونۍ بريا سره نوى ملي ريکارډ جوړ کړ.
افغانستان پرون زمبابوې ته د ١٠٦ منډو په توپير سره ماتې ورکړه چې په يوه ورځنيو نړيوالو سياليو کې د افغانستان له خوا تر لومړۍ توپوهنې وروسته تر ټولو ستره بريا ده.
تر دې مخکې افغانستان همدې زمبابوې ته په ١٠٠، سکاټلينډ ته په ٨٩، ايرلينډ ته په ٧٩ او سکاټلينډ ته د ٧٨ منډو په توپير سره ماتې ورکړې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ تخنيکي سلاکار او پخوانى روزونکى تاج ملک عالم وايي چې افغان لوبغاړو پرون د زمبابوې لوبډلې ته په هره برخه کې ماتې ورکړه.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې ملي لوبډلې تر ښې توپوهنې وروسته ډېره ښه او منظمه توپ اچونه وکړه او د زمبابوې لوبغاړي يې له لومړي اوور څخه تر پايه پورې تر فشار لاندې وساتل.
نوموړي په ځانګړې توګه د افغان سپينرانو (سست توپ اچوونکو) د لوبې ستاينه وکړه او ويې ويل چې هغوى وکولى شول د زمبابوې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.
تاج ملک وايي چې افغان لوبغاړي اوس په نړيوال کې کرکټ کې ښه نوم پيدا کړى، شهزاد، نبي او راشد خان په نړيوالو ليګونو لوبېدلي، د کال غوره لوبغاړو کې راغلي.
هغه هيله څرګنده کړه، چې افغان لوبغاړي به په راتلونکي کې د هېواد نوم نور هم روښانه کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










