منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۲ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې درول شوو ۲۰۰ فابریکو بېرته فعالیت پیل کړ

· ۵ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

کندهار (پژواک، ٩ کب ٩٥): د کندهار شاوخوا ۲۰۰ فابریکو چې د برېښنا د نشتوالي له امله يې د نږدې يوې مياشتې لپاره فعاليت درېدلی و، بېرته پر فعالیت پيل کړى دى.

په دې لړ کې لس ورځې وړاندې د کندهار سلګونو صنعتکارانو او د فابریکو کار کوونکو د احتجاج په توګه لاریون هم کړی و او له حکومت څخه یې د برېښنا غوښتنه کوله.

دغه راز تېره اوونۍ د کندهار یو شمېر صنعتکارانو مرکز کابل ته سفر وکړ او د همدې ستونزې په تړاو یې له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې هم کړې وې.

چارواکي او د فابریکو مسوولین وايي چې د برېښنا شرکت د صنعتي پارک لپاره تېل اماده کړي او همدا نن یې بېرته پر فعالیت پیل وکړ.

د کندهار د صنعتکارانو ټولنې مشر حاجي باریداد صادق پژواک خبري اژانس ته وویل چې سمدستي د فابریکو د چلاو لپاره له مرکزي ادارې څخه ۳۰۰زره لېتره تېل ترلاسه شوي، خو ۴،۲ میلیونه لېتره نور تېل به هم ورکړل شي چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د صنعتي پارک د فابریکو لپاره بسنه کوي.

هغه زیاته کړه، حکومت ژمنه کړې چې څلور میاشتې وروسته به همدومره اندازه نور تېل هم اماده کوي چې د صنعتي پارک فابریکې پرې یو کال چلېدلای شي.

د ده په خبره، له دې مخکې ستونزه دا وه چې د برېښنا شرکت صنعتي پارک ته پر یوه ځای د اړتیا وړ تېل نه ورکول، کله چې به تېل خلاص شول نو بیا به قرارداد کېده چې تهیې او تدارکاتو یې ډېر وخت اخیست او دغلته به د برېښنا د نشتوالي له امله د فابریکو فعالیت په ټپه ولاړ و.

دی وايي، په دې برخه کې یو بل ښه خبر دا دی چې پخوا صنعتي پارک ته په څلورویشت ساعتونو کې یوازې ۸ ساعته برېښنا ورکول کېده، خو اوس به ۱۰ ساعته ورکول کېږي.

صادق وویل، د مرکزي ادارې چارواکو ورسره ژمنه کړې چې د صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه سولري برېښنا پروژې د قرارداد چارې په وروستیو پړاوونو کې دي چې ژر به یې عملي چارې پیل شي او تر یوه کال پورې به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

د کندهار د صنعتکارانو ټولنې یوه غړي او فابریکه لرونکي حاجي فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې له ۲۰۰ ډېرې فابریکې شته چې ټولې ۱۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو د اوس مهال لپاره ۳ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي.

ده زیاته کړه، اوسمهال دا هم غنیمت ده، خو د دوی غوښتنه دا ده چې دا برېښنا باید منظمه وي، د تېلو د نشتوالي او له نورو بهانو له امله باید پارچاو نه شي.

نوموړي هم یادونه وکړه چې د اوس لپاره ورسره ژمنه شوې چې تر یوه کال پورې به په منظمه توګه د فابریکو د چلولو لپاره تېل ورکول کېږي او تر هغه مهاله به د ۱۰مېګاواټه سولر برېښنا پروژه هم پلې شي.

خو ده ټینګار وکړ چې دغه پروژه له تېرو درېیو کلونو راهیسې ځنډېدلې ده، په کار ده دغه ځل يې کار ضرور پیل شي او نور ونه ځنډېږي.

مشکاني وویل، د برېښنا د نشتوالي له امله د فابریکو فعالیت د یوې میاشتې لپاره درېدلی و چې هرې فابریکې ته په منځنۍ کچه له ۵ تر ۶ لکه افغانیو زیان اوښتی دی.

 

د کندهار په فابريکو کې دا مهال پنبه، غوړي، کنجاړه، صابون، يخ، ایسکریم، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي لوښي، پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور جوړېږي چې ۴۵۰۰ تنه په کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

د کندهار د برېښنا شرکت رییس انجنیر سید رسول هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې له مرکزي ادارې څخه يې ۳۰۰ زره لېتره تېل ترلاسه کړي چې د کندهار د صنعتي پارک د برېښنا په پلانټ کې به ورڅخه کار واخلي.

هغه زیاته کړه، د صنعتي پارک لپاره یې د ۴،۲ میلیونه لېترو تېلو غوښتنه کړې چې هغه به هم په نږدې راتلونکي کې را ورسېږي.

نوموړي د ۱۰ مېګاواټه سولري برېښنا په اړه نوموړي وویل، ژمنه شوې وه چې د امريکا د متحده ايالتونو د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا به د کندهار ښار د صنعتي پارک لپاره د ١٥ ميليونه ډالرو په لګښت د لمريزې برېښنا د توليد مرکز جوړېږي چې د تېر کال تر اوړي باید ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وای.

انجنير رسول زياته کړه، یادې ادارې له برېښنا شرکت څخه غوښتنه کړې وه هغه ځمکه چې د سولر برېښنا پلانټ په کې نصبېږي بايد د برېښنا شرکت ملکيت وي او دغه راز همدا اداره باید د لمريزې برېښنا د توليد له موقعيت څخه تر صنعتي پارک او له هغه ځايه تر برېښنا کوټ پورې مزي وغځوي.

دى وايي، اړوندې ادارې يادې شوې ټولې چارې بشپړې کړې چې په کې د ١٦٠ جريبه ځمکې استملاک، د نقشې جوړولو او د برېښنا د لېږد لپاره د مزو غځول او د ١٣٥ پايو لګول شامل دي.

خو ده زیاته کړه چې مرستندويه اداره پر دې سربېره پر خپله ژمنه نه ده درېدلې او د پاور پلانټ د جوړولو عملي چارې يې نه دې پيل کړې.

خو ده وویل، مرکزي ادارې اوس تازه ژمنه کړې چې د دغې پروژې عملي چارې په تر راتلونکو څو ورځو پیلوي چې د یوه کال موده کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

بلخوا پر کجکي بند د درېيم توربين د نصب چارې چې د روان ١٣٩٥ لمريز کال د زمري مياشتې په ١٦مه پيل شوې وې، په دې وروستیو کې پای ته رسېدلې دي.

پر کجکي بند تر دې وړاندې دوه توربينه د ٣٣ مېګاواټه برېښنا توليدولو په ظرفيت فعال وو چې درېيم توربين د ١٨،٥ مېګاواټه برېښنا د توليدولو په ظرفيت ور اضافه شو چې درې واړه توربينونه اوس د ٥١،٥ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لري.

د اوسمهال لپاره د کندهار برېښنا له همدې سرچینې ترلاسه کېږي، خو د جګړو او نا امنیو له امله ډېر مهال مزي پرې کېږي چې په ورځو او ان اوونیو برېښنا نه وي.

د یادونې ده، تېره ورځ افغان حکومت له یوه هندي شرکت سره له غزني کندهار ته د برېښنا مزو غځولو تړون هم لاسلیک کړ چې د یاد شرکت په وینا کارونه به یې په ښه کیفیت او ژر ترسره کړي.

د کندهار اوسېدونکي وايي تر هغه به خپلو مدني اعتراضونو او غوښتنو ته دوام ورکوي چې د کندهار د برېښنا ستونزه په بسنټیزه توګه حل شوې نه وي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد