ژبه

کابل (پژواک ١١ کب ٩٥): د هېواد د ٨ شمالي او لوېديځو ولايتونو وياندويان چې اوسمهال کابل ته راغلي، د خپلو ولايتونو د امنيتي وضعيت له ښه والي خبر ورکوي، خو وايي چې لا هم له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د پروان، سرپل، تخار، سمنګان، کندوز، بدخشان، بادغيس او فراه ولايتونو وياندويان، نن په يوې ګډې خبري ناسته کې په کابل کې راڅرګند شول.

د بدخشان ولايت وياند نويد فروتن وويل، سږ کال په دې ولايت کې وسله والو مخالفينو له لوري ٥٠ بريدونه شوي، خو د هغوى بريدونه په خپل وخت د امنيتي ځواکونو له لوري دفع شوي او مخالفينو ته يې په کې ډېر زيانونه اړولي دي.

د هغه په وينا، په ياد ولايت کې په روان کال کې د دولت شاوخوا ٨٠ وسله والو مخالفينو له جګړې لاس اخيستى او د سولې له پروسې سره يوځاى شوي او له يادې لړۍ يې خپل ملاتړ اعلان کړى دى.

فروتن زياته کړه، په ياد کال کې سيمه ييزو ادارو ٣٢٩ ميليون افغانۍ عوايد ترلاسه کړي، چې د تېر کال په پرتله ١٢ سلنه لوړوالى په ګوته کوي.

د بادغيس ولايت وياند ظاهر بهاند وويل، له فارياب او هرات ولايتونو سره د بادغيس د حلقوي لويې لارې مطالعه او طراحې بشپړه شوې او د دې پروژې چارې به ډېر ژر پيل شي.

دغه راز نوموړي د امريکا سفارت له لوري له ياد ولايت سره له ١٠ ميليون ډالري مرستې خبر ورکړ او ويې ويل، ټاکل شوې ياده اندازه پيسې له بزګرانو سره د مرستې په برخه او کرنيزو چارو کې ولګول شي.

بهاند د بادغيس د امنيتي وضعيت په اړه وويل، د غيرمسوولو وسله والو کسانو فعاليتونه د اندېښنې وړ دي، خو سيمه ييزه اداره يې پر وړاندې د ګام کولو هوډ لري.

د پروان ولايت وياند وحيد صديقي وويل، د ياد ولايت په ټولو سيمو کې ښوونځي پرانيستي دي، چې د ٧٥زره نجونو په ګډون ٢٢٠زره زده کوونکي ښوونځيو ته تللي دي.

نوموړي دغه راز د دغه ولايت د بنسټيزو پروژو په اړه هم وويل، د ولايت مرکز سالنګ ته د اوبو د لېږد پروژه د دغه ولايت د چارواکو په کاري لومړيتوب کې ځاى لري.

د فراه ولايت وياند محمدناصر مهري وويل، په دغه ولايت کې د شرعي قبالو د وېش لړۍ پيل شوې او سيمه ييزه اداره چمتو ده، څو دغه لړۍ په ښه توګه ترسره کړي.

نوموړي دغه راز کرنيزو پروژو ته هم په اشارې سره وويل، اوسمهال په ياد ولايت کې ٤٥٠٠ جريبه ځمکه ګلخانو ته ځانګړې شوې او په دغو ګلخانو کې له سبزيجاتو څخه د ساتنې او روزنې په موخه شاوخوا ٩ زره کسان کار کوي.

login or register a new account.