منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ايران د اسيا په ساحلي فوټبال سياليو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٥): ايران د اسيا د ساحلي فوټبال اتلولۍ او نړيوال جام ته د لار موندلو په سياليو کې افغانستان ته هم ستره ماتې ورکړه.

دا لوبې د کب په ١٤مه د ماليزيا د کوالا ټرينګانو په ښار کې د اسيا د ١٢ هېوادونو تر منځ پيل او په درېيو ګروپونو وېشل شوې دي.

په الف ګروپ کې ايران، بحرين، چين، ماليزيا او افغانستان، په ب ګروپ کې عمان، لبنان او ټايلينډ او په سي ګروپ کې جاپان، امارات، عراق او قطر شامل دي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې، افغانستان نن خپله درېيمه لوبه له ايران سره ترسره کړه چې شپـږ پر يو ګول د ايران په بريا پاى ته ورسېده .

په دغو سياليو کې تر دې مخکې افغانستان کوربه هېواد ماليزيا او چين ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان به له بحرين سره لوبه کوي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې