منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان په کرکټ کې بل نړيوال ريکار‌ډ جوړ کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

کابل  (پژواک، ١٩ کب ٩٥): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون ايرلينډ ته په شل اووريزه نړيواله لوبه کې ماتې ورکولو سره پرله پسې په نهمه بريا خپلولو نړيوال ريکارډ جوړ کړ.

تر دې مخکې دا ريکارډ له انګلستان سره و او هغوى په شل اووريزو نړيوالو لوبو کې پرله پسې اته برياوې خپلې کړې وې.

افغانستان پرون ايرلينډ ته په لومړۍ شل اووريزه نړيواله لوبه کې په شپږو وېکټو ماتې ورکړه او ستره بريا يې خپله کړه.

د کرکټ د معلوماتي نړيوالې وېب پاڼې (کرېک انفو) د معلوماتو له مخې، افغانستان د ٢٠١٦ زېږديز کاله تراوسه پورې د شل اووريزو نړيوالو نهه پرله پسې لوبې کړې، چې يو نړيوال ريکارډ دى.

سرچينې زياته کړې، افغانستان  چې کله د تېر کال په مارچ مياشت کې د شل اووريز نړيوال جام په يوه لوبه کې  نړيوال اتل ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه ؛ نو تر هغه وروسته يې هېڅ يوه لوبه نه ده بايللې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر هغه وروسته افغانستان له متحده عربي اماراتو څخه څلور شل اووريزې نړيوالې لوبې، له ايرلينډ څخه درې، او له عمان څخه يې يوه لوبه ګټلې ده.

د کرېک انفو وېب پاڼې ليکلي، چې تر دې مخکې دا ريکارډ انګلستان جوړ کړى و او ددغه هېواد لوبډلې اته پرله پسې شل اووريزې نړيوالې لوبې ګټلې وې.

دغه راز تر افغانستان او انګلستان وروسته ايرلينډ هم اته لوبې، هندوستان، پاکستان، سوېلي افريقا اووه،او اسټراليا شپږ پرله پسې لوبې ګټلې دي.

د يادونې ده چې تېره مياشت د افغانستان د زمبابوې لوبډلې په کمو اوورونو سوځولو سره بل نړيوال ريکارډ جوړ کړى و.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى او روزونکى رييس احمدزى وايي چې رښتيا هم پرون افغانستان په کرکټ کې لويه کارنامه ترسره کړې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل،د افغانستان ملي لوبډلې داسې ريکارډ جوړ کړى چې تر اوسه د کرکټ د لومړۍ درجې پياوړو لوبډلو نه دى جوړ کړى.

دى وايي چې افغانستان د انګلستان، اسټراليا، هندوستان او سوېلي افريقا په څېر پياوړې لوبډلې شاته پرې ايښې دي.

د کرکټ سپورټي موسسې مشر او د کرکټ  شنونکى رحيم ګل څاروان بيا وايي چې د افغانستان کرکټ له تېرو ‌څو کلونو راهيسې ډېرې برياوې او پرمختګونه خپل کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې ملي لوبـډلې د زمبابوې، ويسټ انډيز او بنګله دېش په څېر د کرکټ لومړۍ درجې هېوادونو ته ماتې ورکړې او اوس ورځ تر بلې  د پياوړتيا په حال کې ده.

څاروان د افغان لوبغاړو ستاينه وکړه چې ورځ تر بلې يې وړتياوې او تجربې زياتېږي او خپلو غم ځپلو هېوادوالو ته خوښي ور په برخه کوي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې