منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان ایرلینډ ته بیا ماتې ورکړه او د کرکټ شل اووریزو لوبو لړۍ یې هم وګټله

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

کابل ( پژواک، ۲۰ کب ۹۵): د افغانستان د کرکټ په دویمه شل اووریزه نړیواله لوبه کې هم ایرلینډ ته په ماتې ورکولو سره د درېیو لوبو لړۍ وګټله.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د شل اووریزو، یو ورځنیو او یوې څلور ورځنې  لوبو لړۍ د هندوستان د پلازمینه نوي ډیلي په ګریټر نویډا نړیوال لوبغالي کې د افغانستان په کوربه  پیل شوې دي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د کب په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن ددویمې شل اووریزې نړیوالې لوبه پجه افغانستان وګټله او لومړی ېې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان ملي لوبډلې په ټاکل شویو  شل اوورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۸۴ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې  ‍۱۸۴۵ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري نجیب الله ترکي په زړه پورې لوبه وکړه او ۹۰ منډې یې جوړې کړې، دغه راز محمد نبي ۳۵ او کریم جنت ۲۰ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبغاړو ډیره تیزه پیل کړه، خو کله چې په ۶ اورونو کې یې ددوو لوبغاړو په سوځیدو ۶۲ منډې جوړې کړې، نو د باران له امله لوبه ودریدله.

وروسته لوبڅارانو په لوبه کې د باران د قانون له مخې ایرلینډ ته په ۱۱ اورونو کې د ۱۱۱ منډو هدف ورکړ، خو هغوی ددې هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل او په ۱۱ اورونو کې یې ۹۳ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري راشد خان په زړه پورې توپ اچونه وکړه او یواځې د دریو منډو په بدل کې یې د ایرلینډ پنځه لوبغاړي وسوځول.  دغه راز کریم جنت درې او شاه پور ځدران دوه لوبغاړي وسوځول.

دغې بریا سره افغانستان نه یواځې له ایرلینډ څخه د شل اووریزو دریو لوبو لړۍ وګټله، بلکې پرله پسې لسو شل اووریزو لوبو ګټلو سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

نجیب ترکی چې ۹۰ منډې یې جوړې کړې وې او راشد خان چې پنځه لوبغاړي یې سوځولي و، د دې لوبې غوره لوبغاړي اعلان شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې