کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٥): د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي راشد خان په دوو اورونو کې د ايرلينډ پنځو لوبغاړو په سوځولو سره نوى نړيوال ريکارډ جوړ کړى دى.
راشد خان دغه کارنامه پرون د هندوستان په نوي ډيلي کې د ايرلينډ پر وړاندې په دويمه شل اووريزه لوبه کې وکړه.
نوموړي په دې لوبه کې يوازې دوه اورونه وکړل او په ١٢ بالونو يې درې منډې ورکړې، خو د ايرلينډ پنځه لوبغاړي يې وسوځول.
د کرکټي خبرونو په اړه يوې نړيوالې ويبپاڼې (سپورټس کيډا) د کب په ٢١مه خبر ورکړى چې تر اوسه په دوو اورونو کې پنځه لوبغاړي د بل کوم هېواد لوبغاړي نه وو سوځولي.
تر دې مخکې د پاکستان عمرګل په ٢،٢ اورونو کې (١٤ توپونو) د ٦ منډو په ورکولو سره پنځه لوبغاړي او په ٣ اورونو کې يې ٦ لوبغاړي سوځولي وو.
دغه راز د اسټراليا ايراين ټوشاک په ټسټ کرکټ کې په ٢٠ توپونو د دوو منډو په بدل کې پنځه لوبغاړي سوځولي وو.
د يادې ويبپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه راز د سريلانکا رنګانا هيرات په ٣،٣ اورونو کې د درېيو منډو په بدل کې پنځه لوبغاړي، د ويسټ انډيز ډارن سمي په ٣،٥ اورونو کې د ٢٦ منډو په بدل کې پنځه لوبغاړي سوځولي وو.
د افغانستان پخوانى ملي لوبډلمشر او د الف لوبډلې روزونکى رييس احمدزى وايي چې رښتيا هم راشد خان لويه کارنامه ترسره کړې او افغانستان ته يې لوى وياړ ګټلى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې راشد خان خارق العاده وړتيا لري چې په ډېرو کمو لوبغاړو کې دا وړتيا ليدل کېږي.
د احمدزي په وينا، راشد خان د نړۍ نورو لوبغاړو او لوبډلو لپاره د خطر زنګ دى او د افغانستان لپاره يوه لويه لاسته راوړنه ده.
دى وايي چې د راشد خان اصلي امتحان د هندوستان په ای پي ليګ سياليو کې به وي او هيله يې څرګنده کړه چې هلته به هم ښه وځلېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










