منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان له ايرلينډ څخه درېيمه شل اووريزه لوبه هم وګټله

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٥): افغانستان د کرکټ په درېيمه شل اووريزه لوبه کې هم ايرلينډ ته په ماتې ورکولو سره په شل اووريزو لوبو کې ١١مه پرله پسې بريا خپله کړه.

دا لوبه نن د کب په ٢٢مه، د هندوستان د پلازمېنې نوي ډيلي په ګريټرنويډا نړيوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوه.

ددې لوبې پچه د ايرلينډ لوبډلې ګټلې وه، خو لومړى يې د توپوهنې بلنه د افغانستان لوبـډلې ته ورکړه.

د افغانستان لوبډلې که څه هم  نجيب ترکى ژر له لاسه ورکړ، خو وروسته محمد شهزاد  محمدي او محمد نبي په زړه پورې لوبه وکړه او دافغانستان منډې يې په ٢٠ اوورونو کې ٢٣٣ ته ورسولې.

محمد شهزاد د پنځو شپږيزو پر مټ ٧٢ او محمد نبي د ٩ شپږيزو پر مټ ٨٩ منډې جوړې کړې، دغه راز عثمان غني ٢٣ ، سميع الله شينواري ١٣ او اصغر ستانکزي ١٢ منډې جوړې کړې.

د ايرلينډ لوبډلې هم ښه لوبه وکړه، خو په وروستيو شېبو کې راشد خان د هغوى د منډو جوړولو مخه ونيوله او د هغوى درې پرله پسې لوبغاړي يې وسوځول.

دغه راز کريم جنت او امير حمزه دوه، دوه، شاه پور ځدراڼ او محمد نبي يو يو لوبغاړي وسوځول.

محمد نبي ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

افغانستان له ايرلينډ څخه درې واړه شل اووريزې لوبې ګټلو سره له دغه هېواد څخه د لوبو لړۍ وګټله او د اتلولۍ کپ يې ترلاسه کړ.

په دې لوبه کې يو شمېر ريکارډونه هم جوړ شول، افغانستان په شل اووريزو نړيوالو لوبو کې تر ټولو زياتې منډې جوړې کړې. محمد نبي په کمو بالونو زياتې منډې جوړې کړې . دغه راز يې په يوه لوبه کې د افغانستان له لوري تر ټولو زياتې شپږيزې هم ووهلې.

د ايرلينډ بي کارټي په دې لوبه کې په څلورو اوورونو کې ٦٩ منډې ورکړې  چې په شل اووريزو سياليو کې تر ټولو زياتې منډې دي.

تر دې وروسته به د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د پنځو يوه ورځنيو نړيوالو لوبو لړۍ په همدې ميدان کې پيل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې