منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ سياليو کې نړيوال او ملي ريکارډونه جوړ شول

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٥) : د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ  د کرکټ په درېيو شل اووريزو نړيوالو لوبو کې يو شمېر ملي او نړيوال ريکارډونه جوړ شول.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ درې شل اووريزې نړيوالې لوبې درې پر صفر د افغانستان په بريا پاى ته ورسېدې.

په لومړۍ لوبه کې افغانستان ايرلينډ ته په شپږو وېکټو، په دويمه لوبه کې  په ١٧ منډو او په درېيمه لوبه کې يې د ٢٨ منډو په توپير سره ماتې ورکړه.

په دې درېيو لوبو کې د افغانستان لخوا يو شمېر ملي او نړيوال ريکارډونه جوړ شول، دغه راز د ايرلينډ لخوا هم يو خراب نړيوال ريکارډ جوړ شو.

په درېيمه او وروستۍ لوبه کې د ايرلينډ توپ اچوونکي بيري ميک کارتي په څلورو اوورونو کې ٦٩ منډې ورکړې چې دا په شل اووريزو نړيوالو لوبو کې د يوه لوبغاړي لخوا تر ټولو زياتې منډې ورکول دي.

افغانستان په درېيمه او وروستۍ لوبه کې ٢٣٣ منډې جوړې کړې، چې په يوه شل اووريزه لوبه کې د افغانستان لخوا تر ټولو زياتې منډې  دي.

دغه راز په دې وروستۍ لوبه کې افغانستان او ايرلينډ دواړو په ګډه ٤٣٨ منډې جوړې کړې، چې د شل اووريز کرکټ په تاريخ کې دويمې زياتې منډې دي، تر دې مخکې هندوستان او ويسټ انډيز په ګده ٤٨٩ منډې جوړې کړې وې.

همدارنګه ملي لوبډلې په وروستۍ لوبه کې ډېرې منډې د شپږيزو او څلوريزو سره ترلاسه کړې وې، چې د نړۍ اوومې زياتې منډې دي.

 د افغانستان او ايرلينډ لوبغاړو په دې درېيو لوبو کې ٥٠ شپږيزې ووهلې، چې تر اوسه د  شل اووريز کرکټ په تاريخ کې په درېيو لوبو کې دومره شپږيزې نه وې وهل شوې، تر دې مخکې د سوېلي افريقا او ويسټ انډيز ترمنځ ددرېيو لوبو په لړ ۍ کې ٤٩ شپږيزې وهل شوې وې.

دغه راز په هندوستان کې په  يوه شل اووريزه لوبه کې د افغانستان لخوا ٢٣٣ منډې جوړل، په دغه هېواد کې تر ټولو زياتې منډې وې، تر اوسه په خپله هندوستان يا د بل کوم هېواد لوبډلې دومره منډې نه وې ترلاسه کړې .

افغانستان په درېيمه لوبه کې ٢٣٣ منډې جوړې کړې چې د شل اووريز کرکټ په تاريخ کې اتمې ډېرې منډې وې، په لومړي مقام کې د اسټراليا لوبډله ده چې په يوه لوبه کې يې ٢٦٣ منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان لوبډلې ددې سياليو په دويمه لوبه کې د ايرلينډ لوبډله په ١١ اوورونو کې وسوځوله، چې تر اوسه په يوه لوبه کې په کمو اوورونو کې بله لوبډله نه وه سوځول شوې.

د ايرلينډ لوبډلې هم په وروستۍ شل اووريزه لوبه کې يو نړيوال ريکارډ برابر کړ ، دغې لوبډلې په لومړيو ٦ اوورونو کې ٩١ منډې جوړې کړې، چې تر اوسه تر ټولو زياتې منډې دي، تر دې مخکې د هالنډ لوبډلې په ٦ اوورونو کې ٩١ منډې کړې وې.

افغان لوبغاړي محمد نبي په دې سياليو کې يو شمېر ملي او نړيوال ريکارډونه جوړ کړل، هغه د افغانستان له لوري په يوه لوبه کې تر ټولو زياتې شپږيزې وهونکى لوبغاړى شو، نوموړي په وروستۍ لوبه کې ٩ شپږيزې ووهلې .

دغه راز محمد نبي د نړۍ يواځينى لوبغاړى شو چې په شپږم نمبر توپ وهونې ته راوتلى و او ٨٩ منډې يې جوړې کړې، نبي همدا راز په شل اووريزو لوبو کې په کمو توپونو زياتې منډې جوړونکى لوبغاړى هم شو.

د محمد نبي لخوا بل جوړ شوى ريکارډ دادى چې په وروستۍ لوبه کې له ٨٩ منډو جوړولو سره د هغو د منډو اوسط ( سټرائيک ريټ) ٢٩٦،٦٦ و، چې تر اوسه په يوه شل اووريزه لوبه کې د بل کوم لوبغاړي دومره نه و.

افغان لوبغاړي شهزاد محمدي په شل اووريزو نړيوالو سياليو کې ١٧٧٩ منډو جوړولو سره د نړۍ په کچه  څلورم لوبغاړى شو او د نړۍ پياوړي لوبغاړي يې شاته پرېښودل.

د هندوستان لوبډلمشر او د نړۍ مشهور لوبغاړى، ويرات کوهلي، د پاکستان عمر اکمل  د اسټراليا ډېوېډ وارنر، د سوېلي افريقا جي پي ډوميني، د پاکستان محمد حفيظ او د  انګلستان لوبډلمشر اين مورګن له شهزاده شاته پاتې شول.

د  افغانستان د کرکټ پياوړي ستوري راشد خان هم په دې سياليو کې ريکارډونه جوړ کړل، هغه په دويمه لوبه کې يواځې د دوو منډو په بدل کې په ١٢ بالونو د ايرلينډ پنځه لوبغاړي وسوځول چې يو نړيوال ريکارډ دى.

د افغانستان کرکټ بورډ تخنيکي سلاکار او پخوانى روزونکى تاج ملوک عالم وايي چې د افغانستان لوبډله او لوبغاړي ورځ تر بلې پياوړي کېږي او تجربې يې زياتېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، لس کاله مخکې دا د چا خوب او خيال کې هم نه و چې افغان لوبغاړي به يوه ورځ نړيوال او ملي ريکارډونه جوړوي.

تاج ملوک وايي چې دغه لاسته راوړنې افغان لوبغاړي او نور ځوانان  هم هڅوي او مورال يې ورسره لوړېږي.