کندهار (پژواک، ٢٤ کب ٩٥): د کندهار امنیه قوماندان په دغه ولایت کې له بې وزلو کروندګرو سره د ژورو څاګانو د کيندلو او له هغو د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو را ایستلو په برخه کې د مرستې یوه لړۍ پيل کړې ده.
امنيه قوماندان جنرال عبدالرارق دغه لړۍ د یو شمېر ملي سوداګرو په ملتیا د دغه ولایت په ډنډ او دامان ولسوالیو کې پيل کړې چې په ترڅ کې به یې ۳۰۰ څاګانې وکیندل شي او له هغو د اوبو را ایستلو لپاره به ورته د لمریزې برېښنا سيستم ولګول شي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، جنرال عبدالرازق غواړي د دغه ولایت په ډنډ او دامان ولسوالیو کې هغو کروندګرو ته ژورې څاګانې ووهي چې د اوبو د نشتوالي له امله یې کرنیزې ځمکې شاړې پاتې دي.
ده زیاته کړه، پر دغو څاه ګانو د لمریزې برېښنا سیستم نصبېږي چې په وسیله یې په ډېرې اسانۍ اوبه را ایستل کېږي او پر ځمکو لګول کېږي.
دی وايي، ټاکل شوې ده چې اوسمهال په ډنډ او دامان ولسوالیو کې کروندګرو ته ۳۰۰ دغه ډول څاه ګان وکیندل شي خو د اړتیا په صورت کې به دغه لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
د ده په خبره، پر دې لړۍ ۱،۲ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او یو شمېر ملي سوداګرو له خوا په ګډه ورکول کېږي.
دراني وويل، ډنډ او دامان د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې کرنیزې ځمکې په کې ډېرې دي خو د اوبولو لپاره یې کافي اوبه نشته.
نوموړي زیاته کړه، امنیه قوماندان یوه کاري ډله ټاکلې ده څو هغه سیمې او کروندګر په نښه کړي چې له ورته ستونزې کړېږي، څو مرسته ورسره وشي.
د دراني په وينا، ، تر دې مهاله په ډنډ ولسوالۍ کې کروندګرو ته ۸۰ څاګانې کیندل شوې او لمریزه برېښنا ورته برابره شوې ده او دا لړۍ روانه ده.
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، د دې لړۍ په پلي کېدو سره به ګڼ کروندګر په کار بوخت شي، شاړې ځمکې به ابادې شي او خلک به د دې جوګه شي چې پر خپلو ځمکو د ورځني ژوند د اړتیا وړ سابه، مېوې او نور توکي وکري او ښه حاصلات ورڅخه واخلي.
دی زیاتوي، په دې توګه به هم چاپېریال زرغون شي او هم به د سبزیو، سابو او مېوو اړتیا پوره شي، ځکه ډېر مهال د اړتیا وړ سبزیجات، مېوې او ان سابه له ګاونډيو هېوادونو څخه کندهار ته راوړل کېږي.
دراني یادونه وکړه چې له دغه اقدام څخه د امنیه قوماندان بنسټیزه موخه همدا ده چې خلک په کارونو بوخت شي، په کور دننه د کرنیزو محصولاتو او تولیداتو کچه ډېره شي او د ګاونډیو هېوادونو له احتیاج څخه خلاص شي.
د کندهار د کرنې رییس حفیظ الله سیدي دغه ګام ګټور ګڼي او وايي امنیه قوماندان دغه موضوع له دوی سره شریکه کړې او په همغږي یې مخ ته وړي.
نوموړي پژواک اژانس ته وویل، دا یو ډېر مثبت او پر ځای اقدام دی، په دې توګه به ډېرې هغه وچې ځمکې تر اوبو لاندې شي چې د اوبولو لپاره یې نورې سرچینې نشته.
ده زیاته کړه، همدا اوس چې پاکستان لاره بنده کړې نو دغلته د سبزیجاتو، سابو او مېوو بیه لوړه شوې، ځکه ډېر له همدې هېواد څخه را واردېږي، خو د دغه نوي اقدام له لارې به خلک د دې جوګه شي چې خپلې اړتیاوې په کور دننه پوره کړي او پر نورو هېوادونو تکیه کمه شي.
د ډنډ او دامان ولسواليو ډېری اوسېدونکي او کروندګر د دغه اقدام ستاینه کوي او وايي، د غربت او بې وزلۍ له امله یې نه شو کولای خپلې وچې ځمکې ابادې کړي او د اوبو غم یې وخوري.
د ډنډ ولسوالۍ د ده باغ سیمې یو کروندګر نظرمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم د ولسوالۍ ځینې برخې د دهلې بند له اوبو خړوبېږي، خو د دې ولسوالۍ ډېرې کرنیزې ځمکې بیا همداسې وچې پاتې دي.
ده زیاته کړه، که څه هم د کندهار او په ځانګړې توګه د ډنډ ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي په کرنه بوخت دي، خو ډېرو کروندګرو وس نه درلود چې خپلې ځمکې ابادې کړي او کر ته یې اماده کړي.
دی وايي، د څاګانو له کیندلو سره به اوس ډېر بې وزله کروندګر دا وړتیا ترلاسه کړي چې خپلې وچې ځمکې ابادې کړي، سبزي او مېوې وکري، هم ځانونو ته د عاید زمینه برابره کړي او هم د کرنیزو محصولاتو په ډېرولو کې ونډه واخلي.
د دامان ولسوالۍ د مړوندۍ مانده سیمې یو اوسېدونکی دادمحمد هم د امنیه قوماندان د دغه ګام هرکلی کوي خو وايي، څاګانې باید هغو بې وزلو ته کروندګرو ته جوړې شي چې په رښتينې توګه بې وزلي دي او ځمکې یې د اوبو له نشتوالي سره مخ دي.
دی وايي، په دامان ولسوالۍ کې د نورو ولسوالیو په پرتله داسې ځمکې ډېرې دي چې کروندګر یې د ابادولو توان نه لري.
د یادونې ده چې د کندهار د اوو ولسوالیو شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنيزې ځمکې او باغونه له دهلې بند څخه خړوبېږي خو ستونزه دا ده چې دغه بند اوس مهال له ٤٠ سلنه رسوباتو ډک شوى دی.
مخکې په دغه بند کې شاوخوا ٥٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبه زېرمه کېدلې، خو په دې وروستيو کې د څه کم ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري.
دا چې د کندهار له ۸۰ سلنه د ډېرو خلکو ژوند پر کرنه ولاړ دی، نو تل له دولت څخه د دغه بند د دېوالونو د لوړولو او په نورو ولسوالیو کې د بندونو د جوړولو غوښتنه کوي.
ټاکل شوې وه د دهلې بند اوسني دېوالونه تر ٨ مترو لوړ شي او له اوسني بند سره په خوا کې شپږ نور مرستندويه بندونه جوړ شي، چې دغو چارو ٣٠٨ ميليونه ډالر لګښت راته چې ٣٨ ميليونه ډالر به يې د ماليې وزارت له خوا او پاتې به يې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورکول کېدل.
دغه راز پرېکړه شوې وه چې د دغې پروژې لومړني کارونه د ماليې وزارت په ٣٨ ميليونه ډالر بوديجه پيل شي، خو دا چې هغوى کار پيل نه کړ او دغه اندازه پيسې يې چمتو نه کړاى شوې، د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې دغه پروژه وځنډوله.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










