منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغان پوځي معلولينو ډله ” انويکتس” سياليوکې ګډون کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک،٢٥کب ٩٥): د ملي اردو او ملي پوليسو سرتېرو اووه کسيزه ډله چې جګړوکې معلول شوي دي د ٢٠١٧ کال انويکتس ( د ټپي سرتېرو لپاره ماتې نه منونکي لوبو) ورزشي سياليوکې د ګډون لپاره کاناډا ته ځي.

ياد افغان معلول سرتېري به د ٢٠١٧ کال سپتمبر له ٢٣ تر ٣٠ مې د کاناډا تورنټوښارکې د نړې ١٧ هېوادونو له ٥٤٠ سرتېرو سره، يادو سياليوکې ګډون وکړي.

 د يادو سياليوګډون کوونکي په ١٢ورزشي برخو، نيزه وېشتلو، پهلواني، بايسکل ځغلولو، د جګوار او لنډاور موټرونوځغلولو، وزن اوچتولو، روينګ، په ناسته واليبال، لامبووهلو، د ولچر پرمټ باکسټبال، رګبې او ټېنس  کې له يو بل سره سيالۍ وکړي..

د ټپي سرتېرو لپاره د ماتې نه منوونکو لوبو(In ictus Games اجرايي مشر مايکل برنز Michael Burns نن يوه خبري ناسته کې وويل چې دې سياليوکې به اووه افغان معلول سرتېري برخه واخلي.

 نوموړي زياته کړه چې دا يوه اړتيا ده څو افغانستان او ټوله نړۍ کې د انويکتس ( د ټپي سرتېرو لپاره د ماتې نه منوونکو لوبو) په څېر پروګرامونه د هغوى د روغتيايي وضعيت ښه توت نه د ملاتړ په موخه ترسره شي."

هغه، په دې ورزشي سياليوکې افغان لوبغاړي ځواکمن وبلل او ويې ويل چې کېداى شي په دې سياليوکې د افغانستان پر ټيم حساب وشي.

 دکورنيوچارو وزارت وياند صديق صديقي وويل چې يادو سياليوکې اووه لوبغاړي د خپلوکورنيو له ١٤ غړو سره د هېواد امنيتي ځواکونو په استازيتوب ګډون کوي.

نوموړي ددې سياليو جوړول د نړۍ له لوري امنيتي ځواکونوته  درناوى اوعزت وباله زياته يې کړه : " د افغانستان لوبډلې ګدون، افغان ځواکونو ته احترام و نړۍ ته د هغوى معرفي کول دي چې دا کار نه يوازې د افغانستان، بلکې د نړې امنيت لپاره هم ګټوردى."

نوموړي دې سياليوکې د افغان لوبغاړو ګډون مهم وګاڼه او هيله مندي يې وښوده چې دا سرتېري به وکولى شي څو دې لوبوکې افغانستان ته لاسته راوړنې او وياړونه ترلاسه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې