کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٥) : ايرلينډ د کرکټ د پنځو يو ورځنيو لوبو (جي پي کپ) په درېيمه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
تر دې مخکې افغانستان ايرلينډ ته په لومړۍ دوو يو ورځنيو او تر هغه مخکې په درېيو شل اووريزو نړيوالو لوبو کې ماتې ورکړه.
د افغانستان په کوربه توب دا لوبې د هندوستان د پلازمېنې نوي ډيلي په ګريټر نويډا لوبغالي کې روانې دي.
افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي نن د درېيمې لوبې پچه هم وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، خو دا ځل لومړني افغان لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل او ملي لوبډله تر قوي فشار لاندې راغله.
شهزاد محمدي په ١١، نور علي ځدراڼ په ١، رحمت شاه په ٨، اصغر ستانکزى په ١٦، سميع الله شينوارى په ٢٠ او محمد نبي په ١٣ منډو وسوځېدل.
خو په وروستيو شېبو کې ګلبدين نايب، راشد خان او شفيق الله شفق په زړه پورې لوبې وکړې، نايب ٥١، راشد خان ٥٦ او شفق ٥٠ تېزې منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان ايرلينډ ته د ٢٦٥ منډو هدف ورکړ.
خو د ايرلينډ پياوړي لوبغاړي پال سټرلينګ د تېرو لوبو په څېر نن يو ځل بيا په زړه پورې لوبه وکړه، خو له بده مرغه په ٩٩ منډو وسوځېد او سليزه يې پوره نه شوه.
د ايرلينډ لوبډلې ياد هدف په نهه څلوېښتم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او په روانو سياليو کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.
د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو مالي ملاتړ جنرل پيټروليم نړيوال افغاني شرکت کړى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










