ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې  ١٧ وسله ال وژل شوي

په زابل کې ١٧ وسله ال وژل شوي

author avatar
19 Mar 2017 - 14:55
په زابل کې  ١٧ وسله ال وژل شوي
author avatar
19 Mar 2017 - 14:55

کلات، پل علم (پژواک، ٢٩ کب ٩٥): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د بېلا بېلو عملياتو په ترڅ کې ١٧ وسله ال مخالفين وژل شوي دي.

د زابل د والي وياند ګل  اسلام سيال د کب په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي اردو ځواکونو تېره شپه د شاه جوى ولسوالۍ د قره باغيو په سيمه کې وسله والو مخالفينو ته کمين نيولى و.

هغه زياته کړه چې ددې کمين په ترڅ کې  ١٢ وسله ال طالبان وژل شوي او ١١ نور يې ژوبل دي.

د نوموړي په وينا، دغه راز په دې عملياتو کې هغه يو رېنجر هم له وسله والو ترلاسه شوى چې له اروزګان ولايت څخه يې تښتولى و.

د والي وياند وايي چې له وسله والو مخالفينو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

سيال دغه راز وويل چې تېره شپه د ولايت مرکز کلات اړونده د سپينه غبرګه سيمه کې د عملياتو پر مهال پنځه وسله وال وژل شوي او جسدونه يې هم په سيمه کې پاتې دي.

د هغه په وينا، په يادو پېښو کې دولتي سرتېرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د لوګر چارواکي وايي چې په مرکز پل علم کې اووه وسله وال طالبان له يو شمير وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د مرکز پل علم په بېلابېلو سيمو کې چاڼيز عمليات کړي دي.

هغه وايي چې ددې عملياتو په ترڅ کې تر اوسه ٧ وسله وال طالبان نيول شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له يادو طالبانو څخه دوه ميله کلاشينکوفونه، لاسي بمونه، د امنيتي ځواکونو يونفورم، مرمۍ او يو شمېر نور مهمات ترلاسه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.