جلال اباد (پژواک ۱ وری ۱۳۹۶): د ننګرهار مرکز د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ۱۳۹۶ لمريز کال پيل په ښار کې د ښار د پاکوالي له حشر څخه وشو، چې د ښار بېلابېل واټونه له کثافاتو پاک او خلکو ته د ښار پاک ساتلو لارښوونه وشوه.
د پاک او زرغون ښار په نوم دا حشر د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د يو شمېر مدني ټولنو په ملاتړ د وري مياشتې په لومړۍ نېټه ترسره شو.
د ياد حشر د پيل په مراسمو کې د جلال اباد ښاروال حميد الله افغان پژواک خبري اژانس ته وويل،چې له دغه کاره يې موخه د جلال اباد ښار پاکوالی او خلکو ته د پاک او زرغون ښار ساتلو پيغام ورکول دي.
ښاروال وايي، د ۱۳۹۶ کال تر پايه پلان جوړ شوی، چې جلال اباد به يو پاک او زرغون ښار باندې اوړي او د دغه پلان عملي اقدام نن پيل شو.
افغان زياته کړه، چې د پاک او زرغون ښار رامنځته کېدو په خاطر په جوړ شوي پلان کې د کثافاتو ټولو، د نيالګيو کينولو او شنو ساحو او تفريح ځاينونو رامنځته کولو او ښاريانو ته د عامه پوهاوي ورکړې برخې شاملې دي.
هغه پر ښاريانو غږ وکړ، چې ښار د ټولو ولسونو ګډ کور دی او بايد د ښار په پاکوالي کې ورسره ګډه برخه واخلي.
دغه راز د ننګرهار د چاپيريال ساتنې رييس فضل الربي هميم وويل، چې جلال اباد ښار چاپيريال او هوا زياته ککړه شوې او که ښاريان له ښاروالۍ سره په ګډه د ښار پاکوالي لپاره کار ونکړي؛ نو د ککړ چاپيريال دوام به ښاريانو ته ډيرې روغتيايي ستونزې پيدا کړي.
د جلال اباد ښاروالۍ د مشورتي شورا غړي مير احمد وويل، چې دا ډول کمپاينونه نه يوازې د ښار پاکوالي لامل ګرځي، بلکې ښاريان متوجه کوي، چې د ښار پاکوالي کې برخه واخلي.
د جلال اباد ښاريان که څه هم د جلال اباد ښاروالۍ دغه اقدام ستايي؛ خو نيوکه کوي، چې دا ډول کمپاينونه نمايشي دي او د ښار پاکوالي کې هېڅ رول نه شي لوبولی.
د ښار يو اوسېدونکي ويس احمد وويل، چې تر دې وړاندې هم ښاروالۍ او ځينو مدني ټولنو دا ډول کمپاينونه ترسره کړي؛ خو هېڅ ګټه يې نه ده ورکړې.
د جلال اباد ښاروالۍ مسولين وايي، چې دا ډول کمپاينونه که څه هم ډير ګټور نه وي؛ خو دوی لويه موخه دا ده، چې ښاريان د ښار پاکوالي ته وهڅوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









