منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هېواد کې د پوليو پر ضد لومړی پسرلنی کمپاين پيلېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٦): په افغانستان کې د پوليو پر ضد لومړی پسرلنی سرتاسري کمپاين، په داسې حال کې سبا پيلېږي، چې د عامې روغتيا وزارت وايي، په هېواد کې د پوليو ناروغي د له منځه تللو ته نږدې شوې ده.

دا کمپاین د یونیسف او د روغتیا نړیوالې ادارې په همکارۍ د روان کال د وري میاشتې له اومې نېټې څخه پیلېږي او د درېیو ورځو لپاره دوام مومي، چې په ترڅ کې يې د پنځو کالو کم عمره نږدې ۸،۸ میلیونه ماشومان به د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې واکسين او له ۶ میاشتو نه تر ۵ کلونو ترمنځ ټولو ماشومانو ته د ویټامین "A" کپسول د ناروغيو پر وړاندې د هغوی د بدن د ځواکمنتیا په خاطر ورکول کیږي. په دې کمپاین کې بامیان، دایکنډي او غور ولایتونه د اقلیمي ستونزو او د سړې هوا له امله نه دي شامل.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د یوه ماشوم په خوله کې د پولیو واکسين د دوو څاڅکو په څڅولو سره دغه ملي کمپاین رسماً پرانیست.

هغه له ټولو ښکېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه، چې د دې پروګرام بې پرې توب ته جدي پاملرنه وکړي او د رضاکار واکسیناتورانو د سپیڅلې دندې د ترسره کولو لپاره ډاډمنه فضا رامنځته کړي، ترڅو هغو ی وکولای شي د پوليو واکسين په سمه توګه د افغان کورنيو دروازو ته ورسوي او د دوو څاڅکو په ورکولو سره ماشومان له دایمي فلج او معیوبيت څخه وژغوري.

نوموړي د پولیو واکسين د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي د مخنيوي او وقایې لپاره خورا مهم او اغېزمن وباله او زیاته یې کړه، د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو دغه ناروغۍ په بشپړه توګه له منځه وړې او پولیو له هغو ناروغيو څخه ده، چې په بشپړه توګه له منځه وړل کېدای شي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کمپاین کې څه باندې ۶۵زره روزل شوي روغتیايی کارکوونکي په ټول هېواد کې کور په کور ګرځي او د هغوی ماشومان د دې دایمي معیوبوونکې او ان وژونکې ناروغۍ پر وړاندې واکسين کوي.

سرچينه کاږي، په دې درېیو پرله پسې ورځو سربېره د همدې اونۍ د جمعې ورځ روغتیايي کارکوونکي له واکسين څخه پاتې شويو ماشومانو د واکسين کولو په خاطر بيا ځل کورنيو ته مراجعه کوي، ترڅو هیڅ ماشوم له واکسين څخه بې برخې پاتې نه شي.

په دې مراسمو کې مولوی سمع الله ریحان او مفتي شمس الرحمن فروتن د اسلامي شریعت له نظره د پولیو واکسین د اهمیت په باب خبرې وکړې او ویې ویل، د ماشومانو روغتیا د ودې او خونديتوب لپاره دا په کورنيو، میندو او پلرونو واجب او ضروري دی چې خپل ماشومانو د ناروغيو پر وړاندې او په تېر بیا د پولیو په وړاندې واکسين کړي.

همداراز د روغتیا نړیوالې ادارې استازي ډاکټر ریچارت پيپر کورن او د یونیسف ادارې استازې مېرمن ادیلی خضر هم د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د افغانستان حکومت سره د خپلو مرستو پر دوام یو ځل بیا ټینګار وکړ او د دغې ناروغۍ له منځه وړل یې یو نړیوال روغتیايي لومړيتوب وباله.

د عامې روغتيا وزارت وايي، افغانستان، پاکستان او نایجیریا په نړۍ کې هغه درې هېوادونه دي چې تر اوسه پولیو په کې شته.

سرچينه زياتوي، افغانستان د تېرهر وخت په پرتله دا مهال د پولیو له منځه وړلو ته ډېر نږدې شوی دى. د پولیو پېښې د پخوا په پرتله راټيټې شوي چي په ۲۰۱۵ کال کې يې شمېر ۲۰ وو او په ۲۰۱۶ کال کې دا شمېر ۱۳ پپښو ته راټيټ شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا