کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٦): د افغانستان د کرکټ لوبډلې مشر وايي چې له ايرلينډ سره د لويو وچو جام سيالۍ پر اهميت لوبغاړي خبر دي او هڅه کوي چې ايرلينډ ته په ماتې ورکولو ٢٠ نومرې ترلاسه کړي.
د انټر کانټنينټال يا لويو وچو جام سياليو په لړ کې افغانستان خپله پنځمه لوبه سبا د هندوستان په ګريټرنويډا لوبغالي کې له ايرلينډ سره ترسره کوي.
د دې سياليو د نومرو په جدول کې ايرلينډ په ٨٠ نومرو سره په لومړي مقام او افغانستان په ٦١ نومرو سره په دويم مقام کې ځاى لري او دا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره حياتي ارزښت لري.
د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه جام ګټونکې لوبډلې ته به د ټسټ کرکټ لوبو ترسره کولو چانس ورکول کېږي.
سرچينې زياته کړې چې په همدې موخه دا لوبه د افغانستان او ايرلينډ دواړو لپاره ډېره مهمه ده او هره لوبډله به يې د ګټلو هڅه کوي.
د کرکټ نړيوالې شورا ويلي چې افغانستان له ايرلينډ څخه د شل اووريزو او يوه ورځنيو نړيوالو لوبو لړۍ ګټلې او د لوبغاړو مورال يې لوړ دى خو د ايرلينډ لوبډلې بيا د لويو وچو جام سياليو کې لومړى مقام لري او په دې توګه د دوى مورال هم ښه دى.
سرچينې زياته کړې: ((کومه لوبډله چې د لويو وچو جام څلور ورځنۍ سياليو ګټونکې شي، هغوى به د لومړۍ درجې هېوادونو له وروستيو دوو لوبډلو سره تر ٢٠١٨ زېږديز کاله پورې د ټسټ کرکټ لوبې ترسره کوي او ٢٠٢٢ کاله پورې د بشپړ غړيتوب دريځ ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.))
افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي د کرکټ نړيوالې شورا له ويبپاڼې سره په مرکه کې ويلي چې دوى به د ميدان له بلدتيا او د نندارچيانو له شتون څخه ګټه پورته کوي.
هغه زياته کړې: ((له ايرلينډ سره د لويو وچو جام د سيالۍ پر اهميت لوبغاړي خبر دي او موږ هڅه کوو چې ايرلينډ ته په ماتې ورکولو ٢٠ نومرې ترلاسه کړو.))
د اصغر په وينا، د نويډا لوبغالى د سپنر يا سست توپ اچوونکو لپاره ډېر ګټور دى او افغانستان د راشد خان، ظاهر خان او محمد نبي په څېر پياوړي لوبغاړي لري.
افغان لوبډلمشر ويلي چې په افغانستان کې د احمدشاه ابدالي څلور ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې او لوبغاړو د دې ډول لوبو ښه تجربه ترلاسه کړې ده.
د ايرلينډ لوبډلمشر ويليم پوټر فيلډ هم مني چې د افغانستان د سست توپ اچوونکو له سترې ننګونې سره مخ دي.
هغه زياته کړې: ((سبانۍ لوبه زموږ لپاره ستره ازموينه ده، خو موږ هم له تېرو دوو درېيو اونيو راهيسې دلته يو، له ميدان او لوبغاړو سره بلد شوي يو.
د يادونې ده، افغانستان تر اوسه په دې سياليو کې هالنډ، نميبيا، پي اېن جي ته ماتې ورکړې او له سکاټلينډ سره يې لوبه د باران له امله مساوي پاتې شوې وه، خو ايرلينډ بيا خپل څلور واړې لوبې ګټلې دي.
افغانستان به تر دې وروسته له متحده عربي اماراتو او هانګ کانګ سره لوبې کوي.
له ايرلينډ سره د سبانۍ لوبې لپاره د افغانستان يوولس کسيزه لوبډله به له لاندې لوبغاړو څخه ټاکل کېږي.
اصغر ستانکزى، افسر ځاځى، دولت ځدراڼ، حشمت الله شهيدي، يمين احمدزى، جاوېد احمدي، محمد نبي، ناصر جمال، نور علي ځدراڼ، رحمت شاه، راشد خان، شبير نوري، محمد شهزاد او ظاهر خان.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










