Language

په کندهار کې د توبرکلوز ناروغۍ ۱۰۷۷ پېښې ثبت شوي

کندهار (پژواک ٧ ورى ٩٦): د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دغلته په تېر یوه کال کې زرګونه کسان د توبرکلوز د ناروغۍ د تشخیص لپاره معاینه شوي چې په دې لړ کې ۱۰۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا ریاست اړوند د توبرکلوز د څانګې مسوول ډاکټر فتح محمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د هېواد د نورو سیمو په څېر په کندهار کې هم د توبرکلوز ناروغي ډېره ده.

هغه زیاته کړه، له تېر یوه کال راهیسې په کندهار ښار او ولسوالیو کې زرګونه ناروغان معاینه شوي، چې په دې لړ کې په ۱۰۷۷ تنو کې د توبرکلوز ناروغي مثبته وه.

دی وايي، د توبرکلوز ناروغي بېلابېل ډولونه لري، خو دغلته یې د سږو توبرکلوز ډېر دی.

عزيزي وویل، که څه هم په کندهار کې د توبرکلوز ناروغۍ د درملنې ځانګړی روغتون نشته، خو په کندهار ښار او ولسوالیو کې په ۴۲ روغتیايي مرکزونو کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص او درملنې امکانات شته.

دی وايي، په دغو ټولو مرکزونو کې د توبرکلوز ناروغي تشخیص او درملنه وړیا ده، چې د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) په مرسته تر سره کېږي.

نوموړی په دې سیمه کې د توبرکلوز ناروغي لامل تر ډېره مدیترانه موسم ګڼي او وايي: ((له بده مرغه افغانستان د هغو ۲۲ هېوادونو په کتار کې دی چې توبرکلوز ناروغي په کې شته.))

ده وویل، د ټول هېواد په کچه د توبرکلوز ناروغي د تشخیص او درملنې ۲۰۲۳ مرکزونه جوړ شوي او روغتیاپالان ۸۸ سلنه توانېدلي چې د دغې ناروغۍ درملنه او مخنیوی وکړي.

عزيزي وايي، توبرکلوز یوه انتاني، ساري، دوامداره او وژونکې ناروغي ده چې د یو ډول میکروب وسیله رامنځ ته کېږي او تر ډېره بریده سږي مصابوي.

د ده په خبره، د توبرکلوز علایم له دوو اونیو ډېر بلغم لرونکی ټوخی، د سینې درد، تبه، د شپې له پلوه خولې کېدل، بې اشتهايي، وزن له لاسه ورکول او نور دي چې په ډېره اسانۍ له یوه شخص څخه بل ته لېږدي.

د کندهار یو اوسېدونکی تاج محمد چې د توبرکلوز په ناروغۍ اخته دي، وايي د کندهار میرویس روغتون د توبرکلوز څانګې ته وخت په وخت ځي او هلته وړیا درملنه کوي.

دي وايي، په لومړيو کې نه دی او نه هم ډاکټران پوهېدل چې ګواکې دی دې د توبرکلوز په ناروغۍ اخته وي، له همدې امله څو میاشتې پر له پسې شخصي روغتونو ته د درملنې لپاره ورته، خو ناروغي يې نه ښه کېدله او حالت یې نور هم خرابېده.

login or register a new account.

Related Topics