کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٦): افغانستان د لويو وچو جام سياليو په لړ کې د ايرلينډ پر وړاندې د څلور ورځنۍ لوبې په لومړۍ ورځ د اصغر ستانکزي د ښې لوبې له امله د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٥٧ منډې جوړې کړې دي.
د انټرکانټنينټال يا لويو وچو جام سياليو په لړ کې افغانستان خپله پنځمه لوبه نن د هندوستان په ګريټرنويډا لوبغالي کې له ايرلينډ سره پيل کړه، د دې لوبې چې افغان لوبـډلمشر وګټله او لومړى يې د توپوهنې پيل کړه.
د لومړۍ ورځې تر پايه پورې افغان لوبډلې په ٩٦ اورونو کې ٣٦٥ منډې جوړې کړې او شپږ لوبغاړي يې له لاسه ورکړي .
د افغان ملي لوبډلې له لوري لوبډلمشر اصغر ستانکزي په زړه پورې لوبه وکړه او سليزه يې ووهله، هغه د ورځې تر پايه پورې ١١٠ او افسر ځاځي ٦ منډې جوړې کړې وې او لا نه وو سوځېدلي.
دغه راز نن د افغانستان د ملي لوبډلې له لوري شهزاد محمدي ٨٥، ناصر جمال ٧٣ او رحمت شاه ٤٦ منډې جوړې کړې.
شبير نوري په ١٥، حمشت الله شهيدي په ٢ او محمد نبي په ١١ منډو وسوځېدل.
د دې سياليو د نومرو په جدول کې ايرلينډ په ٨٠ نومرو سره په لومړي مقام او افغانستان په ٦١ نومرو سره په دويم مقام کې ځاى لري او دا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره حياتي ارزښت لري.
د کرکټ نړيوالې شورا ويلي چې د دغه جام ګټونکې لوبډلې ته به د ټسټ کرکټ لوبو ترسره کولو چانس ورکول کېږي.
د يادونې ده، افغانستان له ايرلينډ څخه د شل اووريزو او يوه ورځنيو نړيوالو لوبو لړۍ ګټلې او د لوبغاړو مورال يې لوړ دى خو د ايرلينډ لوبډلې بيا د لويو وچو جام سياليو کې لومړى مقام لري او په دې توګه د دوى مورال هم ښه دى.
د يادونې ده، افغانستان تر اوسه په دې سياليو کې هالنډ، نميبيا، پي اېن جي ته ماتې ورکړې او له سکاټلينډ سره يې لوبه د باران له امله مساوي پاتې شوې وه، خو ايرلينډ بيا خپل څلور واړې لوبې ګټلې دي.
افغانستان به تر دې وروسته له متحده عربي اماراتو او هانګ کانګ سره لوبې کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










