منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان د فوټبال فدراسيون ټاکنې يو ځل بيا وځنډېدې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۰ کتنې

کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٦): د افغانستان د فوټبال فدارسيون وايي چې له فيفا سره له بحث او خبرو وروسته د افغانستان اوسنيو شرايطو ته په پام سره د دغه فدارسيون ټاکنې يو ځل بيا ځنډول شوې دي.

د افغانستان د فوټبال فدارسيون له لوري نن (د وري ٨مه) په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې د ٢٠١٧ کال د فبروري ٢٥مې نېټې خبري غونډې په دوام د افغانستان فوټبال فدارسيون اعلانوي چې ټاکل شوې وه د دې ادارې ټاکنې د ٢٠١٧ زېږديز کال د اپرېل په ٥مه نېټه ترسره شي، خو تر دويم خبر پورې وځنډول شوې.

د يادې ادارې سکرټر جنرال سيد علي رضا اقازاده وايي، سره له دې چې دا تصميم د افغانستان اوسنيو شرايطو ته په پام سره له فيفا سره له بحثونو او پلټنو وروسته نيول شوى، خو د دې قضيې په اړه خواشيني دي.

نوموړي زياته کړې چې له بده مرغه په اوسنيو شرايذو کې د سوله ييزو، رڼو او قانوني ټاکنو تر سره کول چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون او فيفا د کړنلارې مباطق او د تاييد وړ وي، امکان نه لري.

علي رضا ويلي چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون تل په دې مسئله کې د مرستې او لارښوونې غوښتونکى دى؛ ځکه خو فيفا سپارښتنه کړې چې د افغانستان فوټبال فدراسيون د ټاکنو لپاره د رڼو او سوله ييزو شرايطو په رامنځته کېدو سره له بهرنۍ لاسوهنې پرته تر سره کړي.

سرچينې زياته کړې: ((د افغانستان فوټبال فدراسيون خپلې وروستۍ هڅې تر سره کوي، څو ټاکنې ډېر ژر په ممکن فرصت کې د ممکنه شرايطو په برابرېدو سره تر سره کړي.))

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان فوټبال فدراسيون ته خبر ورکړل شوی چې ټاکل شوې د اسيا فوټبال کنفدراسيون غړې کمېټې د اپرېل مياشتې په منځ کې د افغانستان د فدراسيون د ټاکنو د موضوع په اړه پحث او څېړنه وکړي او په دې برخه کې به وروستي تصميمونه ونيسي.

سرچينې ويلي چې د افغانستان د فوټبال فدارسيون د فيفا د سپارښتنو او تصميمونو متابعت کوي؛ ځکه چې دا اداره د نړۍ د فوټبال د فعاليتونو د کنټرول اداره ده.

د فدارسيون چارواکو څرګنده کړه چې د فيفا د سپارښتنې پر بنسټ د افغانستان د فوټبال فدراسيون اوسنی مشرتابه د پخوا په څېر خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي، مکلفه ده چې فيفا بنسټ له اوسنيو ټولو موضوعاتو نه پر وخت خبر شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې