منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرکټ ايمرجنګ جام اسيايي سياليو کې سريلانکا له افغانستان لوبه وګټله

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٦): د اسيايي هېوادونو د کرکټ ايمرجنګ جام اسيايي سياليو کې سريلانکا نن له افغانستان څخه لوبه وګټله.

افغانستان نن خپله لومړۍ لوبه د سريلانکا پر وړاندې ترسره کړه، د دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر شفيق الله ستانکزي وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه.

د سريلانکا الف لوبډلې نن لومړى توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو يې ٣٢٠ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې ٣٢١ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري نوين الحق او فضل الرحمن دوه دوه، شرف الدين اشرف او ګلبدين نايب يو يو لوبغاړى وسوځولو.

د افغانستان الف لوبډلې ونه شو کړاى چې ياد هدف ترلاسه کړي او ټوله لوبډله يې په ٢٨٤ منډو وسوځېده د افغانستان له لوري نجيب ځدراڼ ٨٧، احسان جنت ٥٣ او شاهد کمال ٥٣ جوړې کړې.

افغان الف لوبډله به خپله درېيمه لوبه له هندوستان سره کوي او په لومړۍ لوبه کې يې پرون ماليزيا ته ماتې ورکړې وه.

د اسيا د اتو غوره لوبډلو تر منځ دا سيالۍ د وري په ٧مه په بنګله دېش هېواد کې پيل شوې او دا لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

په الف لوبډله کې هندوستان، افغانستان، ماليزيا او سريلانکا، په ب لوبډله کې پاکستان، بنګله دېش هانګ او نيپال شامل دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې