کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٦): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د لويو وچو جام سياليو په لړ کې د ايرلينډ لوبډلې ته په سترې ماتې ورکولو سره د دې سياليو د نومرو په جدول کې لومړى مقام خپل کړ.
د انټرکانټنينټال يا لويو وچو جام سياليو په لړ کې افغانستان خپله پنځمه لوبه د هندوستان په ګريټر نويډا لوبغالي کې له ايرلينډ سره ترسره کړه.
د دې لوبې بچه چې افغان لوبـډلمشر ګټلې وه، لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغانستان د دې لوبې خپل لومړى اننګز د اتو لوبغاړو په سوځېدو په ٥٣٧ منډو پاى ته ورساوه او ايرلينډ ته يې د توپوهلو بلنه ورکړه.
د ملي لوبډلې له لوري لوبډلمشر اصغر ستانکزي او افسر ځاځي په زړه پورې لوبه وکړه او دواړو سليزې ووهلې، ستانکزي ١٣٩ او ځاځي ١٠٣ منډو ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
دغه راز شهزاد محمدي ٨٥، ناصر جمال ٧٣ او رحمت شاه ٤٦ منډې ترلاسه کړې.
د ايرلينډ لوبډلې چې توپوهنه پيل کړه؛ نو په شپږو منډو يې لومړى لوبغاړى د محمد نبي له خوا وسوځول شو، خو وروسته جايس او بالبراين کلک مقاومت وکړ او خپلې منډې يې تر ١٢٣ پورې ورسولې، پر دې مهال راشد خان يو ځل بيا په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د ايرلينډ پنځه پياوړي لوبغاړي يې وسوځول.
پرون د دويمې ورځې تر پايه پورې ايرلينډ د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٧٠ مندې جوړې کړې وې. خو نن په درېيمه ورځ چې ايرلينډ لوبه پيل کړه، خپل پاتې درې لوبغاړي يې هم لاسه ورکړل او ټوله لوبډله يې په ٢٦١ منډو وسوځېدله. دغه راز دوى له افغانستان څخه ٢٧٦ منډې شا ته پاتې شول.
افغانستان دويم ځل لپاره بيټينګ ونه کړ او ايرلينډ يې اړ کړل چې دويم ځل خپله توپوهنه پيل کړه خو ايرلينډ لوبغاړو يو ځل بيا د محمد نبي او راشد خان مقابله ونه شوه کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٠٥ منډو وسوځېده. دغه راز افغانستان دا لوبه د ١٩٠ منډو او يو اننګز په توپير سره وګټله.
له دې بريا سره افغانستان ٢٠ نومرې ترلاسه کړې او د انټرکانټنينټال کپ سياليو د نومرو په جدول کې ٨١ نومرو سره يې لومړى مقام ترلاسه کړ، ايرلينډ ٨٠ نومرې لري.
د کرکټ نړيوالې شورا ويلي چې د دغه جام ګټونکې لوبډلې ته به د بشپړ غړيتوب لرونکو نهم او لسم نمبر لوبډلو سره د ټسټ کرکټ لوبو ترسره کولو چانس ورکول کېږي.
د يادونې ده، افغانستان تر اوسه په دې سياليو کې هالنډ، نميبيا، پي اېن جي ته ماتې ورکړې او له سکاټلينډ سره يې لوبه د باران له امله مساوي پاتې شوې وه، خو ايرلينډ بيا خپل څلور واړې لوبې ګټلې دي.
افغانستان به تر دې وروسته له متحده عربي اماراتو او هانګ کانګ سره لوبې کوي.
په دې سياليو کې اتو لوبډلو برخه اخيستې وه چې په کې افغانستان، ايرلينډ، نميبيا، هالنډ، پي اېن اېج، سکاټلينډ، هانګ کانګ او متحده عربي امارات شامل دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










