کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٦): د اسيايي هېوادونو د کرکټ ايمرجنګ جام اسيايي سياليو کې افغانستان د هندوستان پياوړې لوبـډلې ته ماتې ورکړه.
د اسيا د اتو غوره لوبډلو تر منځ دا سيالۍ د وري په ٧مه په بنګله دېش هېواد کې پيل شوې او دا لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.
په الف لوبډله کې هندوستان، افغانستان، ماليزيا او سريلانکا، په ب لوبډله کې پاکستان، بنګله دېش هانګ او نيپال شامل دي.
د افغانستان الف لوبډلې نن خپله درېيمه لوبه له هندوستان سره ترسره کړه، د هندوستان لوبډلې لومړى توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو سره يې ٢٤٤ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢٤٣ منډو هدف ورکړ.
د ملي لوبډلې له لوري نوين الحق څلور او ګلبدين نايب دوه هندي لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان الف لوبډلې ياد هدف په ٤٧ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ترلاسه او لوبه يې پخپلې بريا پاى ته ورسوله.
د ملي لوبډلې له لوري يونس احمدزي ٥١، سميع الله شينواري ٥٠، شاهد کمال ٤٢ ، شرف الدين اشرف ٢٦ او ګلبدين نايب ٢٠ منډې جوړې کړې.
د هندوستان پر وړاندې له بريا سره افغانستان د دې سياليو دويم پړاو يا سيمي فاينل ته چې له پاکستان يا بنګله دېش سره به لوبه کوي، لاره پيدا کړه.
افغان الف لوبډلې تر دې مخکې له ماليزيا څخه لوبه ګټلې وه، خو سريلانکا ته يې بايللې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










