کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٦): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ايرلينډ ته په سترو ماتې ورکولو او د انټرکانټنينټال کپ سياليو د نومرو په جدول کې لومړي مقام ګټلو وروسته هېواد ته را ستنه شوه.
ملي لوبـډلې د هندوستان په ګريټرنواډا ښار کې له ايرلينډ سره د کرکټ بېلابېلې لوبې درلودلې، ملي لوبډلې ايرلينډ ته په شل اووريز نړيوالو لوبو کې درې پر صفر، په يوه ورځنيو نړيوالو لوبو کې درې پر دوه او د انټرکانټنينټال يا لويو وچو جام سياليو څلور ورځنۍ لوبه کې يې ورته ستره ماتې ورکړه.
په دې سياليو کې د افغانستان له لوري، شهزاد محمدي، رحمت شاه، محمد نبي، راشد خان، دولت ځدراڼ او نور ځوان لوبغاړي ښه وځلېدل.
ملي لوبډله نن د وري په ١٢مه، له غرمې وروسته چې کله د کابل حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته را ورسېده؛ نو د لوړو پوړو چارواکو او مينه والو لخوا يې تود هرکلى وشو.
د افغانستان د حکومت اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې دويم مرستيال حاجي نظير احمدزي، د ملي شورا ګڼ شمېر غړو، د کابينې وزيرانو، د افغانستان کرکټ بورډ مشر او نورو چارواکو، او سلګونو مينه والو د ملي لوبډلې تود هرکلى وکړ.
ډاکتر عبدالله په هوايي ډګر کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال د کرکټ لوبغاړي ملي اتلان ياد کړل چې د هغه په وينا، تل يې هېواد ته خوښۍ او وياړونه راوړي دي.
هغه زياته کړه چې افغانان د ټولو لوبغاړو او په ځانګړې توګه د کرکټ د ملي لوبډلې د هڅو او لاسته رلاوړنو ستاينه او قدرداني کوي.
د کرکټ ملي لوبډلمشر اصغر ستانکزي په هوايي ډګر کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ددرېيو مياشتو په اوږده سفر کې له بېلا بېلو هېوادونو سره سيالۍ درلودې او ټولې يې ګټلې دي.
هغه زياته کړه چې دوى لومړى زمبابوې ته د هغوى په کور کې او بيا ايرلينډ ته يې په شل اووريزو، يو ورځنيو او څلور ورځنۍ لوبو کې سترې ماتې ورکړې.
ستانکزي وويل چې د افغانستان په لوبـډله کې ځوانو لوبغاړو خپله وړتيا ثابته کړې او هيله يې څرګنده کړه چې دوى به په راتلونکي کې هم د افغانستان لپاره وياړونه راوړي.
ملي لوبغاړي محمد نبي عيسى خېل په ځانګړې توګه د راشد خان ستاينه وکړه او ويې ويل چې هغه به د افغانستان لپاره په راتلونکي کې هم ډېرې لوبې وګټي.
وروسته د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او ملي لوبغاړو د کابل په نړيوال لوبغالي کې په ګډه سره يو بوټى کينولو.
د يو بل خبر له مخې، د ا سيا د اېمرجنګ کپ سياليو په لړ کې پاکستان نن په نيمه پاى لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
پاکستان په پنځو سو اوورونو کې ٢٦٧ منـډې کړې کړې، خو د افغانستان لوبډله په ١٤٤ منډو وسوځېدله.
په دې سياليو کې افغانستان ، ماليزيا او هندوستان ته ماتې ورکړې وه، خو له سريلانکا يې ماتې خوړلې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










