ژبه

پاکستان خاص کونړ ولسوالي ۲۸ توغندي ویشتلې

توسط خان ولى سالار زى

اپریل 4, 2017 - 3:11 pm

Views: 81

اسعد اباد (پژواک، ١٥ ورى ٩٦): پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا د کونړ ولايت د خاص کونړ ولسوالۍ ٢٨ توغندي ويشتلې ده.

د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند فريد دهقان د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني پوځيانو تېره شپه يو ځل بيا د خاص کونړ ولسوالۍ ته ٢٨ توغندي را ویشتلي دي.

هغه وويل چې د دغو توغنديو لګېدو له امله خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو ځينې ګروندې يې خرابې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهيسې پاکستاني پوځيان په وقفه يي ډول د کونړ او ننګرهار تر څنګ پر ځينو نورو ولايتونو هم توغنديز بريدونه کوي.

د همدغو بريدونو له امله ګڼې کورنۍ د خپلو کورنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې تېره شپه د افغان دولت وسله والو مخالفينو د چپې درې په ولسوالۍ کې يو ١٣ کلن ماشوم حکومت ته د جاسوسۍ په تور وژلى دى.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.