منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د انګلستان له اېم سي سي کلب سره د کرکـټ لوبه کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې افغانستان د انګلستان له اېم سي سي کرکټ کلب سره يوه ورځنۍ لوبه ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا لوبه به د روان زېږديز کال په جولاى مياشت کې ترسره شي.

سرچينې زياته کړې، د افغان کرکټ ملي لوبډلې او د نړۍ د غوره يوولس کسيزې لوبډلې تر منځ دغه سيالۍ د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس شکرالله عاطف مشعل او د MCC د مشرتابه تر منځ د هوکړې په پايله کې تنظيم شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د اېم سي سي د نړيوالې لوبډلې مشري د نيوزيلينډ پخوانى لوبډلمشر برينډن مک کالم کوي او په کې به نور مشهور نړيوال لوبغاړي شامل دي.

عاطف مشعل وايي: "موږ د کرکټ د پرمختګ لپاره هر اړخیز پلانونه طرحه کړي. کرکټ به په افغانستان کې يوه روښانه راتلونکې ولري او موږ به په دې برخه کې د ډېرو پرمختګونو شاهدان و اوسو. "

نوموړي د نړۍ د کرکټ د يوولس کسيزې لوبډلې پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبه د هېواد د کرکټ په تاريخ کې د پرمختګ يو نوی فصل ګڼي.

د يادونې ده، څو کاله مخکې هم د افغانستان او انګلستان د ياد کلپ تر منځ د کرکټ لوبه شوې وه.

د اېم سي سي کلب مشر ميتيو فليمنګ ويلي، دوى په ډېرې خوښۍ سره د افغان ملي لوبـډلې راتګ ته انتظار باسي.

هغه زياته کړې: ((په افغانستان کې د کرکټ وړتيا ډېره زياته ده او افغان لوبغاړي ډېر پياوړي دي، موږ به افغانستان کې د کرکټ پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوو.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې