جلال اباد (پژواک، ۱۹ وری ۹۶): د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکي وايي چې تېر کال ورسره پر نري رنځ د اخته کسانو څلور زره پنځه سوه مثبتې پېښې ثبت شوې چې شپېته سلنه یې مېرمنې تشکیلوي.
چارواکي وايي، په نري رنځ د اخته کسانو درملنه په مرکز او ولسوالیو کې په وړیا ډول کېږي؛ خو له دې سره- سره یوازې تېر کال پر دې ناروغۍ اخته څوارلس کسان مړه شوي هم دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له لوري د نري رنځ يا توبرکلوز نړيواله ورځ د وري په ۱۹مه په جلال اباد ښار کې د الفلاح په نوم د يو خصوصي پوهنتون په انګړ کې ولمانځل شوه.
د ننګرهار د عامي روغتیا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل، د مرکز جلال اباد او ولسوالیو په ۷۷ دولتي روغتیايي مرکزونو او ۱۰ شخصي روغتونونو کې د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغانو درملنې ته یې امکانات برابر کړي.
کامه وال له خلکو غواړي، څو د نري رنځ ناروغانو درملنه دولتي روغتیايي مرکزونو کې وکړي؛ ځکه په خبره یې د عامي روغتیا وزارت له لوري د وړیا درملنې لپاره خدمتونه برابر شوي دي.
هغه زياته کړه: ((په لرو پرتو سيمو کې خلکو ته دا پيغام نه دى رسېدلی ، کله چې شخصي معاینه خانو ته مراجعه کوي هلته هم کافي معلومات نه ورکول کېږي، زموږ هیله دا ده چې نور زموږ هېوادوال خپلې پیسې مصرف نه کړي؛ ځکه هم په دولتي او هم په لسو شخصي روغتیايي مرکزونو کې وړیا خدمات وړاندې کېږي.))
روغتیايي چارواکي وايي، په نري رنځ د اخته شپږ زره ناروغانو تشخیص او درملنه ورته هدف ورکړل شوی؛ خو دوی تر اوسه څلور زره پنځه سوه ناروغانو ته لاسرسی پیدا کړی.
ډاکتر نجیب الله کامه وال وايي، تېر کال په نري رنځ یا توبرکلوز اخته څوارلس ناروغان مړه شوي هم دي او دوی هڅه پیل کړې، څو پاتې پنځلس سوه نور ناروغان هم تشخیص او درملنه یې وکړي.
د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د توبرکلوز درملنې څانګې متخصص ډاکتر سباوون الدین سبا وايي، تر درملنې لاندې نیولو کسانو شمېر کې یې شپېته سلنه مېرمنې دي.
دا چې ولې د نارینه وو په پرتله مېرمنې ډېرې پر نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ اخته کیږي؟ نوموړي پژواک ته وویل: ((په ورځني ژوند کې د ښځو ونډه ډېره ده، په کورنۍ کې ښځې د مادي امتیازاتو له اړخه دویم قدم کې برخمنې دي، کافي غذايي مواد ورته نه رسېږي، پر وخت ډاکټر ته مراجعه نه کوي، خپل اعراض نه شي ویلای او یا هم د ولادي او نورو ناروغیو په څنګ کې د توبرکلوز ناروغي پټه پاتې کېږي.))
ډاکتران وايي، توبرکلوز یوه انتقالېدونکې، انتاني، خو د درملنې وړ ناروغي ده چې په ځنډ سره رامنځته کېږي او درملنه یې هم اوږده وخت ته اړتیا لري.
توبرکلوز د یوه داسې ميکروب په پواسطه رامنځته کېږي چې په سترګو نه لیدل ګېږي او له ناروغ شخص څخه روغ ته د ټوخي، پرنجي او نورو لارو څخه انتقالېدلی شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










