کابل(پژواک، ٢٠ ورى ٩٦): د نړۍ روغتيايي سازمان په افغانستان کې د ژور خپګان اختلالاتو او اضطراب لرونکو ناروغانو شمېره څه باندې ٢.٢ ميليونه بولي او وايي چې په هېواد کې د دا ډول کسانو د ملاتړ لپاره تر دې زياتې پانګې ته اړتيا ليدل کېږي.
اضطراب يو ناپېژندل شوى او نا څرګند عامل دى چې د فکر د پرېښنانۍ او کله هم د خطرونو د نښو د څرګندېدو لکه د زړه غورځېدو او رنګ الوتو سبب ګرځي، د ژور خپګان ناروغۍ کې فرد تل په زړه ماتي ډول له غم، زړه تنګۍ او ناهيلۍ سره ژوند کوي.
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستيال ډاکټر فدا محمد پيکان ، نن تر ( راځئ خبرې وکړو) نامه لاندې د روغتيا نړيوالې ورځې نمانځغونډې ته وويل چې د روغتيا نړيوال سازمان د وروستي اټکل له مخې، په نړۍ کې له ٣٠٠ ميليونو ډېر کسان له ژور خپګان سره ژوند کوي.
هغه وويل چې دا شمېرې د ٢٠٠٥ او ٢٠١٥ کلونو ترمنځ ١٨ سلنه زياتوالى څرګندوي.
نوموړي زياته کړه:((په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ژور خپګان لرونکو او رواني روغتيايي اختلالاتو ناروغانو په اړه کره شمېرې نه شته، خو د روغتيا نړيوال سازمان د وروستي اټکل له مخې څه باندې يو ميليون کسان د خپګان له اختلالاتو او څه باندې ١.٢ ميليونه نور د اضطراب له ګډوډيو ځورېږي، ښايي چې اصلي شمېرې به له دې هم لوړې وي.))
هغه ونه ويل چې په افغانستان کې دغه شمېرې د ٢٠٠٥ کال په پرته څو سلنه توپير لري.
د هغه په خبره، د هېواد دعامې روغتيا وزارت د رواني روغتيا د خدمتونو پراختيا لپاره يوه سروې پيل کړې چې پر بڼسټ يې تر ٢٠١٨ کال پورې دهغه کسانو شمېرې څرګندوي چې په افغانستان کې د رواني روغتيا له ګډوډيو سره مخ دي.
نوموړي څرګنده کړه چې سږ کال د روغتيا نړيواله ورځ له دې امله تر( راځئ خبرې وکړو.) شعار لاندې نمانځي چې له دوستانو، خپلوانو، روغتيايي کارکوونکو سره خبرې د ژور خپګان د درملنې بنسټيزه برخه جوړوي.
نوموړي په دې برخه کې د وزارت کړنو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د عامې روغتيا وزارت په دې وروستيو کې له ٧٠٠ مسلکي رواني سلاکاران او څه باندې ١٠٠ رواني متخصص ډاکټران روزلي چې اوسمهال په دولتي روغتيايي او نا دولتي مرکزونو کې کار کوي.
نوموړي همدرانګه څرګنده کړه چې د رواني مشورې ورکولو خدمتونه د رواني روغتيا د درملنې پر مرکزونو سربېره د روږدو، د کابل ښځو بڼ، کابل پوهنتون، د ښځو حمايوي مرکزونو( امن خونې) ښځينه او نارينه زندانونو کې برابر شوي دي.
د هغه په خبره، ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې په هر روغتيايي مرکز کې د رواني روغتيا يو ډاکټر وګومارل شي.
په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان استازى ډاکټر ريچارډ پيپرکورن (Dr Richard Peeper korn) په ننيو مراسمو کې وويل:((هغوى چې له ژور خپګان نه ځورېږي، د درملنې او معالجې لپاره يې لومړى ګام دادى چې د خپل يوه باوري کس، ملګرو، کورنۍ غړو او روغتيايي کارکوونکو سره خبرې وکړي.))
د هغه په خبره، په افغانستان کې اړتيا ده چې د رواني روغتيا او رواني اختلالاتو( ګډوډيو) لرونکو افرادو نه د ملاتړ په برخه کې پانګونه وشي.
نوموړي وويل چې د روغتيا نړيوال سازمان په دې برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










