کابل (پژواک ٢١ ورى ٩٦): نن د کابل ښار د نجونو درېيو ښوونځيو د ١٥٠ زده کوونکو ترمنځ د فنلنډ سفارت په مالي مرسته او د فوټبال کمېټې په همکارۍ د تکواندو، فوټبال او واليبال شپږ مياشتنى پروګرام پيل شو.
يادې ١٥٠ نجونې، د کابل ښار د رابعه بلخي، سوريا او صوفي محمد اسلام د نجونو لېسو زده کوونکې دي.
دغه پروګرام د "ابتکار براى زنان" موسسې په نوښت، د نجونو د فزيکي وړتياو د لوړولو په موخه ترسره شوى دى.
د يادې موسسې لپاره د ورزش پروژې تنظيمونکې ګيتا رستمي، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې په همدې موخه د رابعه بلخي په لېسه کې ترسره شوي و، د دغه مطلب د څرګندولو ترڅنګ وويل، د يادو ښوونځيو له جملې يې له هر يوه ٥٠ زده کوونکې شاملې دي، چې دوى ته به په اړونده ښوونځيو کې د المپيک ملي کمېټې د ښوونکو له لوري روزنه ورکړل شي.
افغانستان کې د فنلنډ سفيرې Anne Meskanen، د ياد پروګرام د پرانېستې په مراسمو کې وويل، افغاني ټولنه کې ښځې او نجونې يوې څنډې ته کړل شوې دي او دوى ته په ټولنيزو چارو کې د هلکانو په پرتله کمه ونډه ورکړل شوې ده.
نوموړې زياته کړه، د فنلنډ سفارت هم له نجونو او د دا ډول پروګرامونو له رواجولو مالي ملاتړ کوي، چې راتلونکي کې به دغه پروګرام د نجونو نورو ښوونځيو ته هم پراختيا ومومي.
د المپيک ملي کمېټې ستر سلاکار جان علم حسيني په دغو مراسمو کې ژمنه وکړه، چې ياده کمېټه د نجونو د فزيکي وړتيا لوړولو برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
نوموړي وويل، افغان نجونو په وروستيو کلونو کې د ورزش په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې.
نن په ياد روزنيز پروګرام کې يو شمېر شاملو نجونو د تکواندو، واليبال او فوټبال برخو کې نمايشي حرکتونه ترسره کړل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










