جلال اباد (پژواک، ۲۱ وری ٩۶): د ننګرهار ګمرک رياست چارواکي وايي چې د ګمرګي سيستم په کمپيوټري کېدو سره د پخوا په پرتله عوايد لوړ شوي او تر څنګ يې په ګمرک کې د فساد مخنيوی هم شوی دی.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د ننګرهار ګمرک د نوي مالي کال په لومړۍ ربع کې (مرغومى، سلواغه او کب ) دوه نيم ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي چې د تېر کال د همدې ربعې په پرتله څلور عشاريه ۱۴ ميليونه افغانۍ لوړوالی په کې راغلی دی.
د ننګرهار ګمرک رييس الهام الدین مظهر دا څرګندونې د وري په ۲۱مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې او دا يې هم وويل چې په ګمرک کې يې د فساد مخنيوي لپاره ګټور ګامونه پورته کړي دي.
د تشکيلاتو ډېروالی، د سيستم کمپيوټري کېدل، سوداګرو ته د حصولي فورمونو ژر چمتو کول او يو شمېر نورې اسانتیاوې رامنځته کول د ننګرهار د ګمرک رييس هغه څه يادوي چې په خبره يې د ګمرګي عوايدو په لوړوالي کې يې مهم رول ادا کړی دی.
مظهر مني چې په ګمرک کې فساد موجود دی؛ خو وايي له پخوا ځکه راکم شوی چې سيستم تغيير شوی او تر ډېره کارونه کمپيوټري ترسره کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((ګمرک په افغانستان کې يو له هغو ادارو څخه دی چې فساد په کې شته، ننګرهار ګمرک کې يې هم موږ نه ردوو، ولې موږ يې تر ډېره مخه نيولې ده، د پخوا په پرتله د تجارت کموالی او د عوايدو لوړوالی دا ښيي چې موږ د فساد پر وړاندې مقابله کړې ده.))
د ګمرک رييس دا هم ومنله چې په ګمرک کې د فساد ختمولو دعوه مبالغه ده خو هڅې يې پيل کړې چې يوه ورځ پر حقيقت بدل شي.
نوموړي د ګمرک د عوايدو په اړه وويل چې د ۱۳۹۶ مالي کال په لومړۍ ربع (مرغومى، سلواغه او کب) کې عوايد د تېر کال د همدغې ربع په پرتله ۴ اعشاريه ۱۴ ميليونه افغانۍ لوړ شوي دي.
الهام الدین مظهر وايي: ((د نوي مالي کال په مرغومي او سلواغې مياشتو کې ټول عوايد ٢،٥ ميليارده افغانۍ دي چې د تېر کال په همدغو مياشتو کې عوايدو څخه څلور عشاريه څوارلس ميليونه افغانۍ زيات دی.))
نوموړي په تېر ۱۳۹۵ مالي کال کې د ټولو عوايدو کچه ۱۲ عشاريه ۳ ميليارده افغانۍ ياد کړ او ټينګار يې وکړ چې سږ کال لومړۍ ربعې ته په کتو په دې ټوليزه شمېره کې په لويه کچه د ډېروالي اټکل کولی شي.
د ننګرهار ګمرک رييس وايي، که د روان ۱۳۹۶ مالي کال په کب مياشت کې د تورخم دروازه نه وای تړل شوې نو دوی اټکل کړی چې دغه مياشت کې به يې هم له يو ميليارد افغانيو زيات ګمرکي محصول به يې راټول کړي وای.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









