لښکرګاه (پژواک،۲۶وری۹۶): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د روغتیايي علومو انستیتيوت ودانۍ تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د هلمند د عامې روغتيا رييس مولاداد توبه ګار د وري په ٢٦مه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډه ته وويل چې دغه ودانۍ د يو کال په موده کې د ٣١،٧ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
هغه وويل چې دغه انستيتيوت په دوه ودانيو کې جوړه شوى چې يوه يې ليليه او په بل کې يې تدريسې خونې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال ٢٥٠ محصلين د نرسنګ او عالي قابلګۍ په برخه کې زده کړې کوي.
ده زياته کړه: (( دوى دا مهال د بست روغتون په يوه ودانۍ کې زده کړې کوي خو تر دې وروسته به دې انستيتيوت ته انتقال شي.))
توبه ګار دا هم وويل چې په نږدې راتلونکي کې به په دې انستيتيوت کې د فارمسي پوهنځى هم جوړ شي.
دغه راز ددې ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس سيد احمد ورور وويل چې د روغتیايي علومو انستیتيوت ودانۍ مالي لګښت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري ورکول شوى دى.
ده وويل: (( دغه ودانۍ په ښه کيفيت جوړه شوې ده.))
هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى، دغه ولايت د مرکز په ګډون ١٣ ولسوالۍ لري.
له يادو ولسواليو څخه موسى کلا، نوزاد، دېشو، باغران، سنګين او ناوه له وسله والو طالبانو سره دي او د پاتې نورو ولسواليو يواځې مرکزونه د حکومت په لاس کې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










