منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ٢٧ ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين پيلېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۲ کتنې
آرشیف
آرشیف

کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩٦): د عامې روغتيا وزارت وايي، په ٢٧ ولايتونو کې د پوليو پر وړاندې د څه کم ٧ ميليونو ماشومانو د واکسين کولو کمپاين، سبا پيلېږي.

له دې وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کمپاین د سوېلي او سوېل ختیځو ټولو ولایتونو کې، د ختیځ په ډېری ولسوالیو کې او همداراز له لوړ خطر سره مخ په ټولو ولسواليو کې او کابل ښار کې ترسره کېږي.

سرچينه کاږي، په دې کمپاين کې چې د روغتيا نړيوال سازمان او د يونسيف ادارې په همکارۍ ترسره کېږي، د پولیو (ګوزڼ ناروغۍ) پر وړاندې د پنځو کلونو کم عمر ٦،٨ ميليون ماشومان واکسين کيږي.

سرچينه زياتوي، دا کمپاین په کندوز ولایت کې د پولیو د وروستۍ مثبتې پېښې د ځواب ورکونې په خاطر چې د دې ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پېښه شوې، پيلېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې د پولیو ۱۳ مثبتې پېښې په هېواد کې ثبت شوې وې، خو په روان زېږدیز کال کې د پولیو درې پېښې، یوه کندهار، بله د هلمند او وروستۍ پېښه په کندوز کې رامنځ ته شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا