منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروزګان کې د شري واکسين د ناسم تطبيق له امله ٤ ماشومان مړه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

ترينکو‌ټ (پژواک، ٣ غويى ٩٦): د اروزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې د شرې ناروغۍ د واکسين ناسم تطبيق له امله څلور ماشومان مړه او ٨ نور سخت ناروغ دي.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره اوونۍ په ګيزاب ولسوالۍ کې د شري ناروغۍ پر ضد د واکسين کمپاين ترسره شو.

هغه زياته کړه، د دغه واکسين د ناسم تطبيق له امله څلور ماشومان مړه او شپږ سخت ناروغ شوي او د بې هوښۍ په حالت کې د دايکنډي ولايت مرکز نيلي ته لېږدول شوي دي.

د اروزګان  د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل د يادې پېښې د تاييد تر څنګ پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار يې د دايکنډي له روغتيايي مسوولينو سره اړيکه نيولې او هغوى ورته د يادو ماشومانو د روغتيايي حالت په اړه ډاډ ورکړى دى.

نوموړي د پېښې د رامنځته کېدو په اړه وويل، په لرو پرتو ولسواليو کې د واکسين د تطبيق لپاره مسلکي کسان نشته؛ ځکه دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

د هغه په وينا، واکسين چې خلاص شي، بايد تر شپږو ساعتونو پورې تطبيق شي، په ګيزاب کې کېداى شي تر دې زياتو ساعتونو لپاره ساتل شوى وي.

دغه راز نوموړي وويل، واکسين بايد په د تودوخي په معتدله درجه کې وساتل شي، خو هلته به هوا ګرمه وي.

ډاکتر مېاخېل وايي چې سيمې ته يې د پلټنو لپاره يو پلاوى لېږلى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا