جلال اباد (پژواک ٤ غويی ٩۶): د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، له پاکستان څخه هېواد ته د کډوالو راستنېدو او د داخلي بې ځایه شویو کورنیو ډیروالي په دغه ولايت کې په ملاریا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات کړی دی.
خو مسوولين ډاډ ورکوي چې د ملاریا ناروغۍ د لا پراخېدو مخنیوي لپاره په دوا لړلۍ ٦٥٠ زره پشه خانې وېشي او د ناروغۍ اساسي مخنیوي لپاره په ملاریا اخته ناروغانو ته پروماکین درمل ورکوي.
په ننګرهار کې د ملاریا ناروغۍ مخنیوي لپاره په ۱۳۴۲ کال کې د «ملاریا مجادلې » په نوم ځانګړی روغتیايي مرکز جوړ شوی.
په دغه مرکز کې د درملنې ترڅنګ د عامه پوهاوي پروګرامونه او د ناروغۍ مخنیوي نورې لارې چارې په وړیا ډول ترسره کیږي.
مسوولین وايي، تېرکال دوه سوه ۵۲ زره ۴۵۴ ناروغان معاینه شوي، چې له ډلې یې شپیته زره د ملاریا مثبتې او ۹۰زره کلینيکي واقعات راجستر شوي.
د ملاریا د مجادلې مرکز مشر ډاکټر ننګیالي سپین غر پژواک اژانس ته وویل، چې مخکې به د ملاریا مخنیوي لپاره په ټولو سیمو کې دوا پاشي کیدله؛ خو اوس کورنیو ته یوازې په دوا لړلۍ پشه خانې ویشل کیږي.
هغه زياته کړه: (( په ننګرهار کې تېرکال هم د ملاریا زیاتې پیښې موجودې وې او سږ کال هم اټکل همدا دی، د ملاریا مخنیوي لپاره دوا پاشي ډیره ګټوره ده؛ خو د وزارت پرېکړه داده، چې کورنیو ته به په دوا لړلې پشه خانې ورکول کیږي.))
هغه وايي، سږ کال ددې ترڅنګ، چې د ننګرهار په ۱۶ ولسوالیو کې شپږ نيم سوه زره پشه خانې ویشي د یونیسف او نورو ادارو په همکارۍ هیواد ته نویو راستنېدونکو کورنیو ته هم په دوا لړلې پشه خانې ورکوي.
ډاکټر سپین غر دا هم وويل، چې د ننګرهار لپاره د نفوسو په تناسب پشه خانې نه ورکول کیږي، چې له امله یې د ملاریا ناروغۍ د واقعاتو کچه هم لوړیږي.
ده زياته کړه : (( کومه برخه چې زموږ ولایت ته راکول کیږي، هغه د C.S.O په اساس دی، چې هغه یو عشاریه څلور میلیونه نفوس ښيي؛ خو زموږ حقیقي نفوس څلور میلیونو څخه هم زیات دی، مثلا موږ ته یې د سرخرود یواځې سلطانپور کلینيک لپاره اته زره پشه خانې راکړې وې؛ خوکله چې موږ کور په کور وویشلې د ۲۲ زرو څخه هم ډیرې شوې.))
د ملاریا مجادلې مرکز مشر ډاکټر ننګیالي سپین غر دغه راز وویل، چې د ملاریا ناروغۍ اساسي درملنې لپاره د پروماکین درمل غوره لاره ده.
نوموړي وویل، چې له تېر یو کال راهیسې یې دا ډوله درملنه غوره کړې او په ټولو روغتیايي مرکزونو کې یې ناروغانو ته د پروماکین درمل په وړیا ډول ورکول کیږي.
سپين غر زياته کړه. ((موږ کوښښ کوو، چې ناروغانو ته پروماکین (يو ډول درمل) ورکړو، څو د ملاریا اساسې درملنه وشي په نورو ولایتونو کې دا ډول درمل نشته؛ خو موږ ته په سلګونو زره پروماکین راغلي، چې په ټولو روغتیايي مرکزونو کې موجود دي او په وړیا ډول یې د ملاریا ناروغانو ته ورکوو، دغه راز به یوشمېر شخصي روغتونونو کې هم دا ډول پروګرام پیل شي.))
ملاریا یوه خطرناکه ساري ناروغي ده چې له ناروغ انسان څخه روغ ته د نورو لارو ترڅنګ د غوماشي په واسطه انتقالیږي.
دا ناروغي تر ډیره په هغو سیمو کې پیدا کیږي، چې په ډنډو کې ولاړې اوبه ولري او هوا یې نسبتآ مرطوبه او ګرمه وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










