پل علم-کندهار(پژواک،٤غويى٩٦): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې شپږ وسله وال طالبان له حکومت سره يوځاى شول او په کندهار کې د ملي امنيت ځواکونو شپږ طالبان نيولي دي.
د لوګر د ازرې ولسوال حميدالله حميد د غويي په٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان ملا انځر مشهور په ليوني له خپلو پنځو نورو ملګرو سره له حکومت سره يوځاى شو.
حميد وايي چې ملا انځر او ملګرو يې په دې ولسوالۍ کې په وژنو، د عامه پروژو په مخنيوي او نورو تخريبي اعمالو کې لاس درلوده.
هغه وايي چې دې کسانو له ځان سره درې ميله کلاشينکوفونه، يو راکټ، يوه پيکا، ٢٠ د راکټ مرمۍ، يوه تومانچه، يو شمېر ماينونه، مخابرې، د افغان ځواکونو يونيفورمونه او ځينې نور مواد هم راوړي دي.
ولسوال وايي چې يادو کسانو ته به له قانون سره سم اسانتياوې برابر شي.
دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې اوسېدونکي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل، هره وسله واله ډله چې له حکومت سره يوځاى کيږي په دې کې د هېواد خير دى.
هغه د افغان دولت له نورو وسله والو مخالفينو هم غوښتنه وکړه چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي.
بل لورته وسله وال طالبان هم ياده موضوع تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې ملا انځر په ازره کې د دوى يو سيمه ييز سرګروپ وو.
هغه وويل چې ملا انځر د خلکو په ځورونه، وژنه او غلاوو کې لاس درلود او طالبانو يې هم د نيولو امر کړى و.
هغه زياته کړه چې ملا انځر بله لار نه درلوده نو ځکه له حکومت سره يوځاى شوى دى.
ازره د لوګر ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې له تېرو ١٤کلونو راهيسې لاره له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په کندهار ولايت د ملي امنيت موظفينو شپږ وسله وال طالبان نيولي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د کندهار د والي له مطبوعاتي دفتر څخه د غويي په ٤مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغو وسله والو د کندهار ښار ترڅنګ په شاوليکوټ، ميوند، ژېړۍ او پنجوايي ولسواليو کې څو ځلې پر پوستو بريدونه کړي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې يادو شپږو کسانو به ديني عالمان او دولتي مامورين له تښتونې وروسته وژل.
سرچينه وايي چې يادو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى، خو د محکمې له پرېکړې وروسته به يې هويت په ډاګه شي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










