منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرکټ درې افغان لوبغاړي د نړۍ په لسو غوره لوبغاړو کې راغلي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کابل (پژواک، ١٢ غويى ٩٦): د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا په تازه خپرې شوې درجه بندۍ کې درې افغان لوبغاړي د نړۍ په لسو غوره لوبغاړو کې راغلي دي.

د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا دغه نوې درجه بندي نن (د غويي ١٢مه) اعلان شوې چې د لوبـډلو د ټسټ لوبې په کټګورۍ کې هندوستان، په يو ورځنيو سياليو کې سوېلي افريقا او په شل اووريزو لوبو کې نيوزيلينډ مقامونه خپل کړي دي.

دغه راز افغانستان په يو ورځنيو لوبو کې لسم مقام او په شل اووريزو لوبو کې نهم مقام خپل کړى دى.

د کرکټ د نړيوالې شورا د اعلان شوې درجه بندۍ له مخې، د افغانستان لوبغاړي محمد نبي د يو ورځني کرکټ له لسو غوره توپ اچوونکو څخه اووم مقام خپل کړى دى.

دغه راز نوموړي د شل اووريز او يو ورځني کرکټ سياليو د (آلراونډرانو) کټګورۍ کې درېيم مقام خپل کړى دى.

د افغانستان بل پياوړي لوبغاړي راشد خان چې اوسمهال د هندوستان په ای پي اېل سياليو کې لوبېږي، د شل اووريزو سياليو د توپ اچوونکو په نړيواله درجه بندۍ کې پنځم مقام ترلاسه کړى دى.

د کرکټ د نړيوالې شورا د خبرپاڼې له مخې، افغان لوبغاړي حمزه هوتک د شل اووريزو لوبو په توپ اچونه کې دوولسم او محمد نبي اوولسم مقام ته رسېدلي دي.

د کرکټ لوبو يو کارپوه زبير بابکرخېل وايي چې په دې وروستيو کې افغان لوبډله او  په ټوليزه توګه افغان لوبغاړي په لويو او نړيوالو لوبو کې ښه ځلېدلي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دې وروستيو کې زمبابوې، بنګله دېش او د ايرلينډ په څېر پياوړو لوبـډلو ته ماتې ورکړې ده.

بابکرخېل زياته کړه، افغان لوبغاړو هم په نړيوالو لوبو کې خپلې وړتياوې ښودلې او په دې سياليو کې يې د ښه ځلېدلو له امله نړيوال ګوته په غاښ کړي دي.

د نوموړي په وينا، د هندوستان په ای پي اېل سياليو کې د راشد خان ښه ځلېدو دا ثابته کړه چې په وړتيا کې افغان لوبغاړي له چا څخه کم نه دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې