کابل (پژواک، ١٣ غويى ٩٦): د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د کرکـټ د ملي لوبـډلې پر درېيو ملي لوبغاړو په کورنيو او نړيوالو سياليو کې د لوبېدو بندېز لګولى دى.
د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د غويي په ١٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په کابل کې د کرکټ ميليون جام خصوصي سياليو پر مهال نجيب الله تره کي، افتاب عالم او نورالحق ملکزي اخلاقي تېروتنې کړې وې.
سرچينې زياته کړې چې د ډسپلېن کمېټې د يادې لوبې د لوبڅارانو د راپور په رڼا کې څېړنې وکړې او خپله پرېکړه يې اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ دډسپلېن کمېټې د پرېکړې له مخې، پر نجيب تره کي په کورنيو او نړيوالو لوبو کې د ګډون لس مياشتنی بندېز ولګول شو، دغه راز نوموړی به په ياده موده کې د کرکټ بورډ له ټولو امتيازاتو بې برخې وي.
دغه راز پر افتاب عالم په کورنيو او نړيوالو لوبو کې د ګډون څلور مياشتنی بنديز ولګېد او نوموړی به هم په ياده موده کې د کرکټ بورډ له ټولو امتيازاتو بې برخې وي.
د سرچينې په وينا، درېيم لوبغاړى نورالحق ملکزی به يوازې د دوه مياشتو لپاره په کورنيو سياليو کې ونډه نه شي اخيستلای.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ډسپلېن کمېټې يادو لوبغاړو ته د رياست له مقام څخه د دوه ورځو په موده کې پر دلايلو ولاړ د اعتراض حق ورکړى دى.
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې د ميليون ليګ سياليو د يوې لوبې پر مهال نجيب تره کي پر فريد ملک د بيټ ګوزار کړى و چې له امله يې د هغه پزه وينه شوې وه. دغه راز افتاب عالم د لوبڅار پر پرېکړې کلک غبرګون ښودلى دى.
دا لومړى ځل دى چې دافغانستان کرکټ بورډ لخوا پر ملي لوبغاړو له قانون څخه د سرغړونې په جرم بندېزونه لګول کېږي.
د ټولنيزو شبکو کاروونکو د افغانستان کرکټ بورډ دغه پرېکړه ستايلې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










